کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، که چېرې طالبان له امريکا سره د شوي تړون له ژمنو سرغړونه وکړي، هر څه به ګډوډ او له منځه ولاړ شي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې د امريکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې له تړون يوه ورځ وروسته تېره شپه له امريکايي ټلوېزيون سي اېن اېن سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان جګړې ګټونکى څوک دى؟ وويل: ((دا جګړه ګټونکى او بايلونکى نه لري، نه امريکا ماتې خوړلې، نه افغان ځواکونو.))
د ولسمشر غني په وينا، په قطر کې لاسليک شوى تړون د سياسي جوړجاړي لپاره ښه پرمختګ دى، د افغانستان خلکو او سولې ګټلې ده.
هغه وويل چې اوس بايد ټول په ګډه کار وکړي او د ښه راتلونکي لپاره پر مخ ولاړ شي.
نوموړي زياته کړه چې د اسلامي جمهوريت، ډيموکراسۍ او د خلکو حقوق ساتل د افغانستان د حکومت مسووليت دى او له دې ارزښتونو بايد دفاع وشي.
اشرف غني وويل چې د سولې پروسه سياسي مبارزې ته لاره هواروي، طالبان بايد راشي او سياسي مبارزه وکړي.
د هغه په وينا، د امريکا او طالبانو تړون مشروط دى، که چېرې له دې سرغړونه وشي او طالبان پر کړو ژمنو کې پاتې راشي، هر څه به سرچپه شي.
ولسمشر زياته کړې: ((که چېرې طالبان په راتلونکو ١٤ مياشتو کې له دغه تړونه ووتل، نو هر څه به ګډوډ شي او مسووليت به يې هم د طالبانو پر غاړه وي.))
ده وويل، د ناټو د دفاع وزيرانو په تېره غونډه کې له افغان ځواکونو سره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هر ډول مالي او نظامي مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کې د سولې لپاره) تړون لاسليک شو.
د دغه لاسليک له مخې به لومړى بنديان خوشي کېږي، لس ورځې وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيلېږي او په ١٤ مياشتو کې به امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.
login or register a new account.