Language

امریکايي ځواکونو له تړون وروسته په هلمند کې پر طالبانو بمبار کړی

کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٨): امريکايي ځواکونو له تړون وروسته په ١١ ورځو کې په لومړي ځل په هلمند کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ دغه تړون د کب په ١٠مه لاسليک شو، له دغه لاسليک وروسته طالبانو خپلو وسله والو ته ويلي وو چې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه مه کوئ، خو پر افغان ځواکونو خپلو بريدونو ته ادامه ورکړئ.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند سوني لګيټ د کب په ١٤مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، طالبانو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړې: ((دا يو دفاعي بريد و چې د يادو بريدونو مخه ونيول شي، دا په تېرو ١١ ورځو کې د طالبانو پر ضد د امريکايي ځواکونو لومړى بريد و.

نوموړي ويلي چې د طالبانو مشرانو له نړيوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې بريدونه به نه زياتوي او تاوتريخوالى به کموي.

د امريکايي ځواکونو وياند پر طالبانو غږ کړى چې له بېځايه بريدونو ډډه وکړي او خپلې ژمنې عملي کړي.

لګيټ ويلي: ((موږ به هر وخت د اړتيا پر مهال له خپلو افغان همکارانو دفاع کوو.))

نوموړي په ډاګه کړې، امريکا سولې ته ژمنه ده، خو دا يې هم مسووليت دى چې له افغان ملي دفاعي ځواکونو دفاع وکړي.

هغه زياته کړې: ((امريکا او افغانستان پر خپل تړون عمل کړى، خو طالبان په دې هڅو کې دي چې دا تړون او د سولې لپاره د افغانانو هيلې زيانمنې کړي.))

دغه راز په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د قوماندان الثاني په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي.

د يادونې ده، ولسمشر اشرف غني دوه ورځې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې له تړون وروسته به هم اورکم ادامه کوي، دغه راز د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم دا ډول  ژمنه کړې وه.

خو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهيسې په شاوخوا شلو ولايتونو کې خپل بريدونه پيل کړي دي.

login or register a new account.