Language

د افغانستان بشري حقونو کمېسيون د بنديانو پر خوشي کېدو اندېښنه وښوده

کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٨): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون له مخې د بنديانو پر خوشي کولو اندېښنه ښودلې ده.

دغه تړون چې د کب په ١٤مه په قطر کې لاسليک شو، له مخې يې ټاکل شوې ده چې د کب تر ٢٠مې پورې پنځه زره د طالبانو بنديان او زر دولتي بنديان خوشي شي.

خو ولسمشر ويلي چې دوى په دې اړه له امريکا سره کومه ژمنه نه ده کړې او د بنديانو خوشي کول يې د طالبانو له خوا د اوربند او سولې ته له بشپړې ژمنتيا سره مشروطه کړې ده.

د ياد کمېسيون له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو تر منځ د بنديانو د تبادلې خبرونو خلک اندېښمن کړي او يو شمېر پوښتنې يې راپورته کړې دي.

سرچينې زياته کړې، لکه څنګه چې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون په پرله پسې توګه په هيواد کې زندانونه څاري، د ۵۰۰۰ طالب بنديانو ليست له کميسيون سره نه دی شريک شوی، همدا راز دوى د طالبانو له خوا بنديانو شويو کسانو ته لاسرسی هم نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، ټول افغانان حق لري د سولې پروسې او بنديانو د خوشې کولو په تړاو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون په دې خبرپانه کې ځينې پوښتنې راولاړې کړې دي چې د بنديانو د خوشې کولو اړوند په درې مسايلو پورې تړاو لري:

سرچينې زياته کړې، لومړی عدالت ته د قربانيانو لاسرسی، دويم د بنديانو قضايي پروسه، درېيم د بنديانو پېژندنه، څارنه يې او له خوشي کېدو وروسته پلان دی.

 

۱- قربانيان You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.