کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٨): ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر اشرف غني او د قطر امير د سولې پروسې پر وروستيو حالاتو خبرې کړې دي.
له ارګه د کب په ١٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو خبرو کې چې تېر ماښام ترسره شوې، د قطر امیر ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې پروسې اسانتیا برابرولو په برخه کې، په خپله او هېواد يې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د قطر امير وویل، په هغې کتنه کې چې له طالبانو سره يې لرله، هغوی ته څرګنده کړه چې نننی افغانستان د دوو لسيزو مخکنی هېواد نه دی، بلکې په افغانستان کې يو لړ نوي واقعیتونه رامنځته شوي او دغه هېواد بدلون کړی دی.
د قطر امير زياته کړه، د افغانستان نوي واقعیتونه دا دي چې دغه هېواد اوس یو منتخب مشروع حکومت لري او طالبان بايد دا ومني چې افغان دولت د خپل ملت استازيتوب کوي او د دوی جدي او مشروع غوښتنې مطرح کوي، طبعاً طالبان هم غوښتنې لري چې د مذاکراتو په جريان کې به پرې بحث وشي.
ولسمشر غني د قطر له اميره مننه وکړه، وې ویل، د اړتیا پر مهال به له نوموړي سره د سولې په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
دا خبرې په داسې حال کې شوې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليکه وروسته د بنديانو د خوشي کولو پر سر ناندرۍ راپورته شوې دي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې، یاد بنديان بايد د کب تر شلمې پورې خوشي شي، خو ولسمشر اشرف غني وايي چې دوى له امريکا سره د بنديانو د خوشي کولو کومه ژمنه نه لري.
login or register a new account.