کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٨) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى وايي چې د تړون او ګډې اعلاميې له مخې، ددواړو لوريو د بنديانو د خوشې کولو لپاره اسانتياوې برابروي.
زلمى خليلزاد پرون له قطر څخه بېرته کابل ته راغلى او د اجراييه رييس ډاکټر عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون يې له يو شمېر سياسيونو سره وليدل.
هغه تر دې ليدنو کتنو وروسته په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په قطر کې يې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي سره د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.
خليلزاد زياته کړې چې دا خبرې يې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا برادر ترمنځ د ټيلېفوني خبرو چې وړمه ورځ شوې وې، په رڼا کې کړې دي.
ده ويلي : (( موږ ژمن يو، چې د امريکا او طالبانو د شوي تړون او افغان دولت او امريکا د ګډې اعلاميې له مخې د بنديانو په خوشې کولو او تبادله کې اسانتيا رامنځته کړو، موږ به هر لوري سره مرسته کوو، څو يو شمېر بنديان خوشې کړي.))
هغه په ډاګه کړې چې پر دې لارې د ټولو موانعو له منځه وړلو لپاره اقدامات کوي، څو د بين الافغاني مذاکراتو پر وړاندې د پرمختګ مخه ونه نيول شي.
خليلزاد پر ټولو افغانانو غږ کړى چې له دې تاريخي چانس څخه په ګټه اخيستنې د خپل هېواد لپاره کار وکړي.
د يادونې ده، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ ( په افغانستان کې دسولې راوستلو) تړون د تېرې شنبې په ورځ د کب په ١٠مه، په قطر کې لاسليک شو.
ددې تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابريږي، خو تر دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشې او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
خو ولسمشر اشرف غني تر تړون يوه ورځ وروسته په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې د بنديانو د خوشې کولو لپاره يې له امريکا سره کومه ژمنه نه ده کړې.
نوموړي د بنديانو خوشې کول مشروط ګڼلي او زياته کړې يې ده چې دوامداره اوربند او سولې ته د طالبانو تر بشپړې ژمنتيا پورې دغه کار نه کوي.
login or register a new account.