Language

طالبانو د تړون د پټو اسنادو په اړه د پومپيو خبرې رد کړې

کابل (پژواک، ١٥کب ٩٨) : د طالبانو د قطر دفتر وايي چې له امريکاسره په لاسليک شوي تړون کې هېڅ ډول پټ اسناد نه شته.

د يادونې ده چې دامريکا او طالبانو ترمنځ ( په افغانستان کې دسولې راوستلو) تړون د تېرې شنبې په ورځ د کب په ١٠مه، په قطر کې لاسليک شو.

ددې تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابريږي، خو تر دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشې او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

خو ددغه تړون په درېيمه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وويل چې له طالبانو سره "افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" کې دوه محرم اجرايي اسناد هم شته دي.

نوموړي چې د امريکا د سي بي اس تلوېزيون سره خبرې کولې، زياته کړې وه : "دوه اجرايي عنصرونه شته. دا دواړه محرم دي. دا اجرايي نظامي اسناد دي چې زموږ د ځواکونو د خونديتوب لپاره مهم دي. د کانګرس هر غړي ته به دا دوه محرم اسناد وښودل شي."

خو د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د پومپيو خبرې ردوي او وايي چې د دوى او امريکا ترمنځ هېڅ ډول پټ اسناد نه شته.

هغه په ټويټر کې ليکلي: (( يوه توافقنامه ده چې په مطبوعاتو کې راغلې او بل د توافقنامې تشريح ده چې د توافقنامې هر بند تشريح کوي او د تطبيق ميکانېزم يا ضمايم بلل کيږي. له دې علاوه بل هيڅ سند نه شته. ))

د شاهين په وينا، په دې تړاو ځينې جعلي پاڼې او پروپاګنډ چې مغرضې کړۍ يې خپروي هيڅ حقيقت نه لري.

login or register a new account.

Related Topics