کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٨): د سعودي د باچا ملک سلمان په امر د حرم شريف د مطاف ساحه بېرته د طواف کوونکو پر وړاندې پرانيستل شوه.
د حرم شريف مطاف او د صفا او مروه ساحې د تېرې پنجشنبې په ورځ ماخوستن مهال هغه مهال د طواف پر مخ وتړل شوې چې په سعودي کې هم د کرونا ويروس يوه مثبته قضيه ثبت شوه.
د سعودي حکومت ويلي چې د احتياطي تدابير او د کرونا د مخنيوي په موخه يې دغه کار کړى و، خو د حرم شريف په نورو برخو کې خلکو لمونځونه او نور عبادتونه کول.
د سعودي دولتي اژانس (واس) د کب په ١٧مه خبر ورکړى چې د باچا ملک سلمان بن عبدالعزيز په امر سر له ننه د مطاف ساحه د طواف کوونکو پر مخ پرانيستل شوى دى.
د سعودي د حرمينو د ادارې مشر شيخ عبدالرحمن السديس ويلي چې دغه کارونه يې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه کړي او له خلکو يې غوښتي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د يادونې ده، د سعودي حکومت لا مخکې د عمرې پر مراسمو بنديز لګولى او د هغو هېوادونو د عمرې زايرينو ته اجازه نه ورکوي چې په کې د کرونا ناروغي ثبت شوې ده.
login or register a new account.