غزني ښار (پژواک ١٧ کب ٩٨): په غزني ښار کې د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکو لاريون وکړ او غوښتنه کوي چې حکومت دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
دوى چې شمېر يې سلګونو تنو ته رسېده، نن په همدې ښارګوټي کې لاريون وکړ.
د کډوالو يا البيروني ښارګوټى د غزني ښار لوېديځ لور ته په کابو څلور کيلومترۍ کې موقعيت لري.
دوى وايي، حکومت تازه يوه ناقانونه پرېکړه کړې چې بايد د دې ښارګوټي ٤٠٠٠ نومرې خالي شي، خو که له دوى څخه دغه نومرې وګرځول شي، پراخ لاريونونه به پيل کړي.
ويل کېږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د دې ښارګوټي تازه سروې شوې او هغه نومرې بېرته له خلکو اخيستل کېږي چې ناقانونه پلورل شوي دي.
د محمد کامران په نامه يو لاريونوال وايي، حکومت تر زرو پورې د هغو کسانو نوملړ څارنوالۍ او عدلي ادارو ته لېږلى چې په دې ښارګوټي کې نومرې لري.
ده زياته کړه، ټولو هغو کسانو ته چې په دې ښارګوټي کې يې نومرې اخيستي، ويل شوي چې بايد ژر تر ژره دغه نومرې خالي کړي، ترڅو دوى له سره ورباندې نقشه جوړه کړي او په کډوالو يې ووېشي.
خو دى وايي: ((دا شهرک لس کاله وړاندې په کډوالو وېشل شوى و، بیا دلته زیات شمېر کسانو دا نومرې له هغو کسانو څخه د پیسو په بدل کې اخیستې دي، اوس تازه د کډوالو ريیس وايي چې باید دا نومرې بېرته خالي کړي.))
د هغه په وينا، دولت بايد هغه غاصبين ونيسي چې د دى نومرې ترڅنګ يې په زياته اندازه ځمکې غصب کړي او وروسته يې پر خلکو پلورلې دي. دولت دې هغو کسانو ته سزا ورکړي چې دا نومرې يې پر دوى پلورلې دي.
يو بل لاريونوال محمد رضا وايي: ((موږ ځمکې نه غصب کړي او نه مو په زور په کې اړولې دي، بلکې د پیسو په بدل کې مو اخیستې دي، دا چې په غزني کې زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې، غاصبین يې ازاد ګرځي، په هغوى يې زور نه رسیږي، راځي زور تر ملت باسي چې دا یو ناجایزه کار دى.))
دغو معترضينو د غزني د کډوالو د رئيس د ګوښه کېدو غوښتنه هم کوله.
خو د غزني د کډوالو رئيس عبدالخالق احمدي وايي، د ولسمشر د فرمان له مخې، دا نومرې چې په ١٣٨٤ او ١٣٨٥ کلونو کې د يو کميسيون په حضور کې وېشل شوي، ناغېړى په کې شوى او ستونزې له هماغه وخت راهيسې موجودې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP