منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۹ غ.و
۱۵°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني ښار د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکو لاریون وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

غزني ښار (پژواک ١٧ کب ٩٨): په غزني ښار کې د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکو لاريون وکړ او غوښتنه کوي چې حکومت دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

دوى چې شمېر يې سلګونو تنو ته رسېده، نن په همدې ښارګوټي کې لاريون وکړ.

د کډوالو يا البيروني ښارګوټى د غزني ښار لوېديځ لور ته په کابو څلور کيلومترۍ کې موقعيت لري.

دوى وايي، حکومت تازه يوه ناقانونه پرېکړه کړې چې بايد د دې ښارګوټي ٤٠٠٠ نومرې خالي شي، خو که له دوى څخه دغه نومرې وګرځول شي، پراخ لاريونونه به پيل کړي.

ويل کېږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د دې ښارګوټي تازه سروې شوې او هغه نومرې بېرته له خلکو اخيستل کېږي چې ناقانونه پلورل شوي دي.

د محمد کامران په نامه يو لاريونوال وايي، حکومت تر زرو پورې د هغو کسانو نوملړ څارنوالۍ او عدلي ادارو ته لېږلى چې په دې ښارګوټي کې نومرې لري.

ده زياته کړه، ټولو هغو کسانو ته چې په دې ښارګوټي کې يې نومرې اخيستي، ويل شوي چې بايد ژر تر ژره دغه نومرې خالي کړي، ترڅو دوى له سره ورباندې نقشه جوړه کړي او په کډوالو يې ووېشي.

خو دى وايي: ((دا شهرک لس کاله وړاندې په کډوالو وېشل شوى و، بیا دلته زیات شمېر کسانو دا نومرې له هغو کسانو څخه د پیسو په بدل کې اخیستې دي، اوس تازه د کډوالو ريیس وايي چې باید دا نومرې بېرته خالي کړي.))

د هغه په وينا، دولت بايد هغه غاصبين ونيسي چې د دى نومرې ترڅنګ يې په زياته اندازه ځمکې غصب کړي او وروسته يې پر خلکو پلورلې دي. دولت دې هغو کسانو ته سزا ورکړي چې دا نومرې يې پر دوى پلورلې دي.

يو بل لاريونوال محمد رضا وايي: ((موږ ځمکې نه غصب کړي او نه مو په زور په کې اړولې دي، بلکې د پیسو په بدل کې مو اخیستې دي، دا چې په غزني کې زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې، غاصبین يې ازاد ګرځي، په هغوى يې زور نه رسیږي، راځي زور تر ملت باسي چې دا یو ناجایزه کار دى.))

دغو معترضينو د غزني د کډوالو د رئيس د ګوښه کېدو غوښتنه هم کوله.

خو د غزني د کډوالو رئيس عبدالخالق احمدي وايي، د ولسمشر د فرمان له مخې، دا نومرې چې په ١٣٨٤ او ١٣٨٥ کلونو کې د يو کميسيون په حضور کې وېشل شوي، ناغېړى په کې شوى او ستونزې له هماغه وخت راهيسې موجودې دي.

د ده په خبره، مخکې تردې چې د دې ښارګوټي سروې وشي او يا يې نقشه جوړه شي، وېشل شوي چې دا په خپله ناقانونه چاره ده.

ده وويل، په ١٣٩٧ کال کې د دې ښارګوټي بيا سروې شوې او په نقشه يې اوس کار روان دى چې ډېر ژر به خلاصه شي او دا ښارګوټى بايد د نقشې پر اساس ووېشل شي.

احمدي وايي: ((دا نومرې چې کډوالو ته ورکړل شوي، دوى ته ویل شوي وو چې لس کاله هیڅوک حق نه لري چې خپله نومره دې په بل کس وپلوري، خو دوى هغه وخت لا خپلې نومرې پلورلې وې، اوس هم یواځې د هغو کسانو نومرې ګرځول کېږي، چې هغوى غیر قانوني عمل کړى وي او ټول ښارګوټی نه ګرځول کېږي او نه دې هم خلک تشویش کوي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه