کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۸): ولسمشر د ملي شورا د دې دورې د دویمې ناستې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دولت د کب تر ۲۰مې د سولې مذاکراتي ټېم معرفي کوي او په دې اړه تدبیر او ټینګار باید د سولې له بهیر سره مخالفت ونه ګڼل شي.
د افغانستان ملي شورا هر کال دوې عادي ناستې کوي او د ژمي او اوړي یوه نیمه میاشتنۍ رخصتي لري. له همدې امله دغې شورا د ۱۳۹۸ کال د سلواغې په لومړۍ د ژمي یوه نیمه میاشتنۍ رختصي پیل کړه او نن ولسمشر محمد اشرف غني د دې شورا د ۱۷مې تقینیني دورې د دویم کال ناستې پرانیسته وکړه.
د ولسمشر زیاتره څرګندونې په داسې حال کې په هېواد کې پر سولې تمرکز لري چې د طالبانو او متحده ایالتونو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او د دې هوکړې پر اساس باید د کب په شلمه بین الافغاني خبرې پیل شي.
ولسمشر د نن ورځې په مراسمو کې وویل چې افغانستان د تاریخ په مهم پړاو کې قرار لري او د سولې د بهیر او خطرونو د فرصت په اړه سم درک او ډېر تمرکز ته اړتیا لري؛ هغه سوله چې دایمي وي او په هغه کې د ټولو افغانانو عزت او ګټې خوندي وي.
هغه وویل چې د هېوادولو په اند د سولې تعریف دا دی چې د افغانستان څلوېښت کلن تاوتریخوالی پای ومومي.
نوموړي زیاته کړه: «د بهیر سولې په اړه زموږ ټینګار او تدبیر هېڅکله هم د سولې پر وړاندې له مخالفت نه ګڼل کېږي، بلکې هغه قسم دی چې د لوړې په مراسمو کې مې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر يه توګه ژمنه وکړه چې د هېواد له اساسي قانون او علیا ګټو څخه ساتنه کوم.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له مخې د سولې د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې باید ۵۰۰۰ زندانیان د طالبانو او او زر زندانیان د دولت ازاد شي؛ خو د یادې هوکړې له لاسلیک وروسته ولسمشر له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دغه کار څېړنې او وخت ته اړتیا لري.
ولسمشر غني نن په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تیار دی څو د منل شوو اصولو پر بنسټ، له طالبانو سره مذاکراتو ته حاضر شي. د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشي کولو غوښتنه د مذاکرې له پیل وړاندې بولم. زه د ولسمشر پر ځای هېڅ تمه نه لرم چې د طالبانو زندانیان ولرو؛ خو ازادول یې باید د یوه شفاف بهیر او ښکاره ميکانېزنم له مخې ترسره شي؛ څو زموږ خلک ډاډه شي چې د هغوی له ازادولو وروسته به په وضعیت کې څه ډول بدلون وویني.»
د هغه په وینا، د افغانستان دولت تیار دی چې د سولې بهیر د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره په مشوره او نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ پر مخ یوسي، د سولې بهیر پرمختګونه د هېواد د ملي ګټو او علیا مصالح په نظر کې نیولو سره په دقت، لازم تدبیر او مسوولانه ډول تسهیل، نظارت او رهبري کړي.
همداراز نوموړي وویل، دولت ژمن دی څو د مذاکراتو په لړ کې د هغو له پرمختګونو په ملي شورا کې د خلکو ښاغلي استازي خبر کړي او د سولې د هوکړې اخري مسوده د هغوی په تصویب او د اړتیا په صورت کې له لویې جرګې سره شریکه کړي.
غني زیاته کړه چې له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره د افغانستان اړیکې په متقابل احترام او شریکو ګټو ولاړې دي او د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو سازمان سره افغانستان دوه ګونی امنیتي تړون پر ځای دی.
هغه زیاته کړه: ((افغان دولت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د هغو برخو ستاینه کوي چې د تاوتریخوالي کمښت او اوربند او دغه راز د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل ته په کې اشاره شوې ده.))
login or register a new account.