منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۳ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر: دولت د کب تر ۲۰مې د سولې مذاکرتي ټېم معرفي کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۸): ولسمشر د ملي شورا د دې دورې د دویمې ناستې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دولت د کب تر ۲۰مې د سولې مذاکراتي ټېم معرفي کوي او په دې اړه تدبیر او ټینګار باید د سولې له بهیر سره مخالفت ونه ګڼل شي.

د افغانستان ملي شورا هر کال دوې عادي ناستې کوي او د ژمي او اوړي یوه نیمه میاشتنۍ رخصتي لري. له همدې امله دغې شورا د ۱۳۹۸ کال د سلواغې په لومړۍ د ژمي یوه نیمه میاشتنۍ رختصي پیل کړه او نن ولسمشر محمد اشرف غني د دې شورا د ۱۷مې تقینیني دورې د دویم کال ناستې پرانیسته وکړه.

د ولسمشر زیاتره څرګندونې  په داسې حال کې په هېواد کې پر سولې تمرکز لري چې د طالبانو او متحده ایالتونو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او د دې هوکړې پر اساس باید د کب په شلمه بین الافغاني خبرې پیل شي.

ولسمشر د نن ورځې په مراسمو کې وویل چې افغانستان د تاریخ په مهم پړاو کې قرار لري او د سولې د بهیر او خطرونو د فرصت په اړه سم درک او ډېر تمرکز ته اړتیا لري؛ هغه سوله چې دایمي وي او په هغه کې د ټولو افغانانو عزت او ګټې خوندي وي.

هغه وویل چې د هېوادولو په اند د سولې تعریف دا دی چې د افغانستان څلوېښت کلن تاوتریخوالی پای ومومي.

نوموړي زیاته کړه: «د بهیر سولې په اړه زموږ ټینګار او تدبیر هېڅکله هم د سولې پر وړاندې له مخالفت نه ګڼل کېږي، بلکې هغه قسم دی چې د لوړې په مراسمو کې مې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر يه توګه ژمنه وکړه چې د هېواد له اساسي قانون او علیا ګټو څخه ساتنه کوم.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له مخې د سولې د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې باید ۵۰۰۰ زندانیان د طالبانو او او زر زندانیان د دولت ازاد شي؛ خو د یادې هوکړې له لاسلیک وروسته ولسمشر له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دغه کار څېړنې او وخت ته اړتیا لري.

ولسمشر غني نن په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تیار دی څو د منل شوو اصولو پر بنسټ، له طالبانو سره مذاکراتو ته حاضر شي. د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشي کولو غوښتنه د مذاکرې له پیل وړاندې بولم. زه د ولسمشر پر ځای هېڅ تمه نه لرم چې د طالبانو زندانیان ولرو؛ خو ازادول یې باید د یوه شفاف بهیر او ښکاره ميکانېزنم له مخې ترسره شي؛ څو زموږ خلک ډاډه شي چې د هغوی له ازادولو وروسته به په وضعیت کې څه ډول بدلون وویني.»

د هغه په وینا، د افغانستان دولت تیار دی چې د سولې بهیر د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره په مشوره او نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ پر مخ یوسي، د سولې بهیر پرمختګونه د هېواد د ملي ګټو او علیا مصالح په نظر کې نیولو سره په دقت، لازم تدبیر او مسوولانه ډول تسهیل، نظارت او رهبري کړي.

همداراز نوموړي وویل، دولت ژمن دی څو د مذاکراتو په لړ کې د هغو له پرمختګونو په ملي شورا کې د خلکو ښاغلي استازي خبر کړي او د سولې د هوکړې اخري مسوده د هغوی په تصویب او د اړتیا په صورت کې له لویې جرګې سره شریکه کړي.

غني زیاته کړه چې له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره د افغانستان اړیکې په متقابل احترام او شریکو ګټو ولاړې دي او د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو سازمان سره افغانستان دوه ګونی امنیتي تړون پر ځای دی.

هغه زیاته کړه: ((افغان دولت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د هغو برخو ستاینه کوي چې د تاوتریخوالي کمښت او اوربند او دغه راز د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل ته په کې اشاره شوې ده.))

هغه وویل، د داسې مذاکراتي پلاوي پر سر بحث شوی چې وکولای شي د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي. نوموړي له ملي شورا وغوښتل چې د مشرانو جرګې دوه غړي (یو نارینه بل ښځینه) او دغه راز د ولسي جرګې پنځه غړي چې دوې ښځې او درې نارینه وي تر سبا حکومت ته په رسمي ډول معرفي کړي.

غني زیاته کړه: ((د هېواد د امنیتي او دفاعي سرتېرو د اتلولۍ او هڅو له امله د سولې تر دې مرحلې را رسېدلي یو. دوی په ډېر زغم زموږ د خاورې د تجزیې د تقسیم په اړه د هېواد د دښمنانو خوب او د سیسې شنډې کړې.))

دغه راز نوموړي زیاته کړه: ((زموږ امنیتي ځواکونو په بشپړ تدبیر وکولای شول د دوو کلونو مخکې اوربند او د تاوتریخوالي اوونۍ په ښه ډول مدیریت کړي او په ډاګه یې کړه چې له واحدې رهبرۍ اطاعت کوي او یوازې او یوازې د ګران افغانستان فکر ورسره دی.))

ولسمشر وویل، افغان ځواکونه به د مخکې په پرتله پیاوړي شي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره د نړیوالې ټولنې، ناټو او امریکا ژمنې دوام لري او دغه ژمنې به د مخکنیو هوکړه لیکونو په چوکاټ کې علمي کېږي.

نوموړي زیاته کړه: ((د اصلاحاتو په بهیر کې سرعت هم د سولې د بهیر اړتیا ده. هر څومره چې زموږ بنسټونه اغېزمن او منصف وي، په هماغه اندازه به خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې ډېر کار کوي او له دې لارې به له طالبان سره په خبرو کې زموږ پلاوی څو ځلې ډېر اخلاقي صلاحیت ولري او د بنسټونو پایدار پاتې کېدل به تضمین شي. نو له تاسو ښاغلو وکیل صاحیانو غواړم چې د اصلاحاتو د چټکتیا په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړئ.))

هغه د افغانستان د اوسني مقام د ساتنې لپاره په یو واحد صف کې د ټولو سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو پر درېدو ټینګار وکړ څو د سولې په مسیر په یووالي مخ ته لاړ شي.

ولسمشر غني پر ملي یووالي ټینګار وکړ او ملي يووالي، باثبات نظام او واحدې ټولنې ته د رسېدو لپاره هیله مندي ښکاره کړه او ویې ویل: ((اوس چې د ۴۰ تاوتریخوالي د پای ته رسېدو وخت را رسېدلی، موږ ملي یووالي ته اړتیا لرو، د تېر په خلاف ملي وثیقه زموږ د یووالي کړنلاره ښيي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست