کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٨): ولسمشر اشرف غني د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په اړه خبرې کړې دي.
له ارګه د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد پرون ماښام له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او تیاریو او همداراز د طالبانو له ډلې سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي ټیم د مذاکراتو پیل په اړه بحث وکړ.
د ارګ په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
د يادونې ده، زلمى خليلزاد د کب په ١٠مه له طالبانو سره د تړون له لاسليکولو وروسته دوه ورځې مخکې کابل ته راغلى دى.
هغه لومړى اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله، له پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو سياستوالو سره ليدلي، خو ځينو رسنيو خبر ورکړى چې ولسمشر غني له زلمي خليلزاد سره له ليدلو انکار کړى خو د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند دغه راپورونه رد کړل.
بلخوا د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټويټر کې ليکلي چې که د توافقنامې له محتوی سره سم عمل وشي او بنديان خوشي شي، دوى چمتو دي چې د کب په ٢٠مه بين الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.
هغه زياته کړې: ((زموږ مذاکراتي ټيم اماده دی او اجنډا مو تياره ده او له شوي توافق سره سم پر مخ ځو، که ياد مذاکرات له پورته نېټې وځنډېږي پړه يې د نورو پر غاړه ده.))
د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کې د سولې راوستلو) تړون د تېرې شنبې په ورځ د کب په ١٠مه په قطر کې لاسليک شو.
د دغه تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابرېږي، خو له دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشي شي او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
خو ولسمشر اشرف غني له یاد تړون يوه ورځ وروسته په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه چې د بنديانو د خوشي کولو لپاره يې له امريکا سره کومه ژمنه نه ده کړې.
نوموړي د بنديانو خوشې کول يې مشروط ګڼلى او زياته کړې یې ده چې د دوامداره اوربند او سولې ته د طالبانو تر بشپړې ژمنتيا پورې دغه کار نه کوي.
login or register a new account.