Language

اسټراليا د شل اووريز کرکټ نړيوال جام اتلولي وګټله

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٨): د اسټراليا د نجونو کرکټ لوبـډلې د شل اووريز کرکټ نړيوال جام په پاى لوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه.

د لسو هېوادونو د ښځو لوبډلو په ګډون چې په دوو ګروپونو وېشل شوي وو، دا سيالۍ په اسټراليا کې ترسره شوې.

د دې سياليو پايلوبې ته اسـټراليا او هندوستان لاره موندلې وه.

د پايلوبې پچه اسټراليا وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د اسټراليا لوبغاړو ډېره ښه توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٤ منډې جوړې کړې او هند ته يې د ١٨٥ منډو هدف ورکړ.

د اسټراليا له خوا هيلي او موندي ٧٥ او ٧٨ د پام وړ منډې جوړې کړې او د هندوستان له خوا شرما دوه لوبغاړي وسوځول.

د هندوستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او ټوله لوبډله يې په ٩٩ منډو وسوځېده او دغه راز اسټراليا  پايلوبه د ٨٥ منډو په توپير سره وګټله او اتلولي يې خپله کړه.

اسټراليايي توپ اچوونکو اېم سټوچ څلور او جوانسين درې لوبغاړي وسوځول.

د اسټراليا هيلي د پايلوبې او موني د ټولو سياليو غوره لوبغاړې وټاکل شوې.

login or register a new account.