Language

خالد: که طالبان بریدونه ونه دروي، موږ هم له دفاعي حالته وځو

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۹۸) :  د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي چې دوی تر اوسه په دفاعي حالت کې دي، که دروانې تر پایه طالبانو بریدونه ونه دول، دوی به پرې یرغلیز بریدونه پیلوي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد دا څرګندونې نن د کب په ۱۸مه، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت سرپرست رییس احمد ضیاء سراج سره په یوه  ګډه ناسته وکړې.

هغه زیاته کړه چې د هیواد ملي دفاعي ځواکونه د روانې اونۍ تر پایه پورې د سولې د توافقنامې او د ولسمشر اشرف غني د لارښونې سره په دفاعي حالت کې وي.

خالد ګواښ کړی که چیرې د روانې اونۍ تر پایه پورې طالبان خپل بریدونه ونه درول نو د هیواد ملي امنتیي دفاعي ځواکونه به په ټول هیواد کې پر هغوی بریدونه پیلوي.

ده وویل چې تر تړون مخکې داسې پریکړه شوې وه، چې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ به تر تړون وروسته پر اوربند تمامیږي، خو کله چې تړون وشو، وسله  والو مخالفینو بریدونه پیل کړل.

د نوموړي په وینا، د طالبانو ددې بریدونو له امله ملکي وګړو او سرتیرو ته مرګ  ژوبله هم اوښتې ده.

 د ملي دفاع وزارت سرپرست هیله څرګنده کړه چې ددې اونۍ تر پایه پورې نه یواځې تاوتریخوالی کم شي، بلکې اوربند ته هم لاره برابره شي.