Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پلخمري (پژواک، ١٩کب ٩٨): د بغلان په مرکز پلخمري کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله يو کس وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر محمد انور وردګ د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز پلخمري په عمرخېلو کلي کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

هغه وايي چې له يادې پېښې يو جسد او د يوې ښځې په ګډون څلور ټپيان روغتون ته انتقال شوي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

دغه راز مرکز پلخمري کې مدني فعال کبير احمدزى وايي چې د عمرخېلو کلى د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دى.

هغه زياتوي: ((بېګاه د شلمې فرقې له لوري يو هاوان توغول شوى چې په دغه کلي کې پر يوه کور لګېدلى دى، يو کس يې وژلى او څلور نور يې ټپيان کړي دي.))

د نوموړي په وينا، دغه هاوان له جګړې پرته توغول شوى؛ ځکه له څو ورځو راهيسې په دې سيمه کې جګړه نشته.

په دې اړه په بغلان کې د ٢١٧ پامير قول اردو د درېيمې لوا قوماندان ډګرمن محمد نبي پژواک ته وويل چې د يادې پېښې په اړه معلومات نه لري.

هغه وايي: ((په تېرو ٢٤ ساعتونو کې داسې کومه پېښه نه ده شوې چې زموږ سرتېرو دې ډزې کړي وي.))

د بغلان پوليس هم په دې اړه ناخبري ښيي.

د يادونې ده، له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د هاوان مرميو د توغولو له امله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.