کابل (پژواک، ۱۹ کب ۹۸): د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس ډاکتر محمداشرف غني د لوړې مراسم ترسره کړل.
په دغو مراسمو کې چې نن له ماسپښین وروسته د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې ترسره شول، ډېری دولتي چارواکو، یوشمېر جهادي مشرانو، قاضي القضات، د ملي شورا یوشمېر غړو، د کابینې غړو، د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو، جنرالانو او د هېواد د وسله وال پوځ افسرانو، یو شمېر سفیرانو او يوشمېر نورو بهرنیو مېلمنو او دولتي مامورینو ګډون درلود.
ډاکتر اشرف غني د افغانستان د جمهوري دولت د جمهور رییس په توګه د قاضي القضات او سترې محکې د رییس پوهاند سید یوسف حلیمي پر وړاندې د ژمنتیا لوړه وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP