Language

خليلزاد: د ولسمشر غني او عبدالله د توافق لپاره مې ډېره هڅه وکړه

کابل (پژواک، ٢٠  کب ٩٨ ): د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې له تېرې اوونۍ راهيسې يې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د توافق رامنځته کولو ډېره هڅه وکړه.

خليلزاد د کب په ٢٠مه په ټولنيزه شپکه ټويټر کې ليکلي: ((ما د تېرې اوونۍ ډېره برخه په  دې هڅو تېره کړه چې له ولسمشر  غني او ډاکټر عبدالله سره مرسته وکړم چې په يو ټولشموله او په پراخه کچه منل شوي حکومت توافق وکړي.))

هغه زياته کړې چې دوى به له دې وروسته هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د امريکا ځانګړي استازي ليکلي چې پرون دواړو مشرانو په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړه چې دوی د سياسي کړکېچ ختمولو لپاره خبرو اترو ته چمتو دي او دا چې سوله او پخلاينه لومړیتوب لري.

خليلزاد ويلي، د ولسمشر غني دغه اعلان چې د يو فرمان له مخې به د بنديانو د پام وړ تبادله وشي او د پراخ ملاتړ لرونکې يوې ملي مذاکراتي ډلې جوړولو مشري به وکړي، به بين الافغاني مذاکراتو ورتګ کې خوځښت راولي.

د يادونې ده، پرون د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د امريکا سرپرست سفير او د ناټو قوماندان د ولسمشر غني د لوړې په  مراسمو کې ګډون وکړ.

ولسمشر غني وويل، تر څو ورځو پورې به له خپلې زړې کابينې سره کار ته ادامه ورکړي او له هغه وروسته به نوي کسان معرفي کړي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي چې ولسمشر غني په راتلونکو دوو اوونيو کې د يوه ټولشمول حکومت جوړولو ژمنه کړې ده.

login or register a new account.