Language

د سپين بولدک لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته زرګونه افغانان بند پاتې دي

کندهار (پژواک، ۲۰ کب ۹۸): د چمن- سپين بولدک لار له یوې اوونۍ تېرېدو وروسته هم تړلې ده چې له امله یې دواړو غاړو ته زرګونه افغانان بند پاتې دي او دوه اړخیزه سوداګري یې هم اغېزمنه کړې ده.

پاکستاني لوري ویلي و چې دغه لار د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې د یوې اوونۍ لپاره تړي، خو پاکستان پرون اعلان وکړ، چې دا لاره به يوه اوونۍ نوره هم تړلې وي.

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځوکونو کمېسار شریف غرزي د کب په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاکستاني لوري له اعلان سره سم دغه لار باید تېره ورځ پرانیستل شوې وای خو بیا هم تړلې ده.

دی وايي، تېره اوونۍ پاکستاني لوري اعلان کړی و چې دغه لار د یوې اوونۍ لپاره د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې تړي، دغه موده پوره شوې خو بیا هم لار تړلې ده.

د ده په خبره، پاکستاني لوري تر اوسه دا نه دي ویلي چې دغه لار یې د دویمې اوونۍ لپاره ولې تړلې ده.

نوموړی زیاتوي، د لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته زرګونه افغانان بند پاتې دي او سوداګري اغېزمنه شوې ده.

غرزى وايي، په زرګونو افغانان چې د درملنې او د خپلو دوستانو د لیدلو لپاره پاکستان ته وو او اوس غواړي بیرته خپل هېواد ته راشي، د کرښې هغې غاړې ته بند پاتې دي.

د ده په خبره، ډېر افغانان چې لویه برخه یې ناروغان دي او غواړي د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي، د لارې خلاصېدو په تمه دي او له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وویل، نه پوهېږي چې دغه لار به کله پرانیستل کېږي خو مرکزي ادارې ته یې خبر ورکړی دی.

د کرښې هغې غاړې ته د زرګونو افغانانو له ډلې څو تنو یې د ټيلېفون پر کرښه پژواک اژانس ته وویل، د درملنې لپاره راغلي وو خو اوس چې بیرته ځي نو اجازه نه ورکول کېږي.

د نور محمد په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکی چې درې اوونۍ مخکې یې خپل ناروغ پلار کراچۍ ته د درملنې لپاره وړی و، د بیرته راتګ پر مهال په چمن ښارګوټي کې بند پاتې دي.

ده وویل: ((په چمن کې زرګونه افغانان چې ماشومان، ښځې او سپین ږيري ورسره بند پاتې دي او خپل هېواد ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي، له اکثرو سره پیسې خلاصې شوي، ډېر یې د اوسېدو ځای نه لري او له سختو ستونزو مخ دي.))

login or register a new account.