منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سپين بولدک لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته زرګونه افغانان بند پاتې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۰ کب ۹۸): د چمن- سپين بولدک لار له یوې اوونۍ تېرېدو وروسته هم تړلې ده چې له امله یې دواړو غاړو ته زرګونه افغانان بند پاتې دي او دوه اړخیزه سوداګري یې هم اغېزمنه کړې ده.

پاکستاني لوري ویلي و چې دغه لار د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې د یوې اوونۍ لپاره تړي، خو پاکستان پرون اعلان وکړ، چې دا لاره به يوه اوونۍ نوره هم تړلې وي.

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځوکونو کمېسار شریف غرزي د کب په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاکستاني لوري له اعلان سره سم دغه لار باید تېره ورځ پرانیستل شوې وای خو بیا هم تړلې ده.

دی وايي، تېره اوونۍ پاکستاني لوري اعلان کړی و چې دغه لار د یوې اوونۍ لپاره د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې تړي، دغه موده پوره شوې خو بیا هم لار تړلې ده.

د ده په خبره، پاکستاني لوري تر اوسه دا نه دي ویلي چې دغه لار یې د دویمې اوونۍ لپاره ولې تړلې ده.

نوموړی زیاتوي، د لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته زرګونه افغانان بند پاتې دي او سوداګري اغېزمنه شوې ده.

غرزى وايي، په زرګونو افغانان چې د درملنې او د خپلو دوستانو د لیدلو لپاره پاکستان ته وو او اوس غواړي بیرته خپل هېواد ته راشي، د کرښې هغې غاړې ته بند پاتې دي.

د ده په خبره، ډېر افغانان چې لویه برخه یې ناروغان دي او غواړي د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي، د لارې خلاصېدو په تمه دي او له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وویل، نه پوهېږي چې دغه لار به کله پرانیستل کېږي خو مرکزي ادارې ته یې خبر ورکړی دی.

د کرښې هغې غاړې ته د زرګونو افغانانو له ډلې څو تنو یې د ټيلېفون پر کرښه پژواک اژانس ته وویل، د درملنې لپاره راغلي وو خو اوس چې بیرته ځي نو اجازه نه ورکول کېږي.

د نور محمد په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکی چې درې اوونۍ مخکې یې خپل ناروغ پلار کراچۍ ته د درملنې لپاره وړی و، د بیرته راتګ پر مهال په چمن ښارګوټي کې بند پاتې دي.

ده وویل: ((په چمن کې زرګونه افغانان چې ماشومان، ښځې او سپین ږيري ورسره بند پاتې دي او خپل هېواد ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي، له اکثرو سره پیسې خلاصې شوي، ډېر یې د اوسېدو ځای نه لري او له سختو ستونزو مخ دي.))

دی وايي، پاکستاني ځواکونه که له هغې خوا افغانان نه راپرېږدي نو له دې خوا خو دې اجازه ورکړي چې خپل هېواد ته لاړ شي.

د کلیم الله په نوم یوه بل تن هم چې له خپلې کورنۍ سره کویټې ته تللی و، اوس په چمن کې بند پاتې دی.

دی هم دغه وضعیت په په غوسه کړی او وايي، د لارې بندېدو له امله افغانان سخت کړاو زغمي او ډېری یې په بد وضعیت کې دي.

نوموړی غوښته کوي چې دغه لار دې پرانیستل شي.

بل خوا د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې پاکستاني لوري ویلي و چې دغه لار د یوې اوونۍ لپاره تړي او په دغه موده کې فرضي کرښې ته څېرمه په خپله خاوره کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او درملنې مرکز جوړوي.

د ده په خبره، یوه اوونۍ پوره شوې خو لا هم لار تړلې ده چې دوی یې هم په لامل نه پوهېږي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستان دغه لار داسې مهال تړي چې اوسمهال پر دې لار یوازې وچه مېوه صادرېږي او د لندې مېوې صادرات نه لري.

دی وايي د لارې بندېدا د وارداتو په برخه کې ستونزې جوړې کړي او د هغو توکو بیې لوړې شوي چې له هغې خوا راځي.

بل لوری ته هره ورځ پر دې لار شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي او د کرښې دې غاړې ته د سپین بولدک په وېش بازار کې کاروبار او سوداګري کوي.

دوی وايي، د لارې له بندېدا سره یې کاروبار اغېزمن شوی او د پاکستان حکومت باید لار پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو تر دې مهاله په هېواد کې د کرونا ویروس د څلورو مثبتو پېښو پخلی کړی او په پاکستان کې هم څو پېښې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه