کابل (پژواک،٢٠ کب ٩٨): پاکستان او برېتانيا هم ولسمشر محمد اشرف غني ته د دويم ځل لپاره د ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.
دغه مراسم چې پرون په ارګ کې ترسره شول، په کې د لسګونو بهرنيو سفيرانو او ډیپلوماتو په ګډون شاوخوا څلورو زرو کسانو ګډون کړی و.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان په خپله ټويټرپاڼه کې ولسمشر اشرف غني ته مبارکي ورکړې او له هغه سره يې د ګډ کار ژمنه کړې ده.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې د دوى سفير هم ګډون کړى و.
سرچينې زياته کړې چې له افغانستان او پاکستان سره ګډ تاريخي، کلتوري، ژبنۍ او مذهبي اړيکې لري او د افغانانو ښې راتلونکي ته هيله من دي.
پاکستان له افغان مشرانو غوښتي چې د يو بل ملامتولو پر مهال دوه اړخيز اختلافات يوې خوا ته کړي او د خپل هېواد د لوړو ګټو لپاره متحد شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ تړون په لاسليک کېدو سره يو تاريخي چانس ترلاسه شوى، څو د بين الافغاني مذاکراتو له لارې دا شخړه هواره شي.
دغه راز په کابل کې د برېتانيا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ژمنه شوې چې له نوي منتخب ولسمشر اشرف غني او د هغه نوي حکومت سره به په ګډه کار کوي.
سرچينې زياته کړې چې دوى د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پاى ته رسېدو لپاره ترسره کېږي.
برېتانيا د ولسمشر اشرف غني د هغو ژمنو ملاتړ او ستاينه کړې چې د يوه همه شمول حکومت جوړولو په اړه يې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې برېتانيا په افغانستان کې د موازي حکومتونو پر جوړولو اندېښمن دى او له ټولو يې غوښتي چې اختلافات حل کړي.
login or register a new account.