Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ خلک له حکومته پرمختیايي پروژې غواړي

پلخمري (پژواک، ۲۱ کب ۹۸): د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې هېڅ پرمختيايي پروژه نه ده پلې شوې.

دوى وايي چې د پروژو د نه عملي کېدو له امله په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونز سره مخ دي.

د يادې ولسوالۍ د پراختيايي شوراګانو مسوول ارباب امرالله د کب په ٢١مه د بغلان ولايت مقام له لوري د پروژو پلې کولو په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په تېرو څلورو کلونو کې په دهنه غوري کې يوه پرمختايي پروژه هم نه ده پلې شوې.

هغه وايي: ((که موږ ته چېرته وايي چې ولسوالۍ مو نه نا امنه ده کار په کې نه کېږي، نو په نورو ناامنو ولسواليو کې خير څنګه پروژې پلې کېږي.))

د همدې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي شهاب الدين پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د دوى په ولسوالۍ کې پروژې نه دي پلې شوې.

ده وويل: ((د مکتب په برخه کې، د شفاخانې په برخه کې د لارو په برخه کې، په نورو ټولو برخو کې ستونزې لري، خو څوک راته پروژې نه عملي کوي.))

په ياده غونډه کې د بغلان والي د دفتر ريیس عبدالقدوس یزداني وويل چې په تېرو څلورو کلونو کې د دهنه غوري ولسوالۍ کنټرول له وسله والو طالبانو سره و، نو ځکه پروژې په کې نه دي پلې شوې.

خو دى وايي چې له دې وروسته به په دهنه غوري کې ډېر پروژې پلې شي.

بل لور ته په همدې غونډه کې د بغلان د حج او اوقافو رييس مولوي نقيب الله وويل چې د خلکو له خوښې سره سم په دغه ولايت پروژې نه پلې کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.