کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٨): د ملګرو ملتونو امنيت شورا د رايو په اتفاق سره د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوى تړون تصويب کړى دى.
په افغانستان کې د سولې راوستو او د بهرنيو ځواکونو د وتلو په موخه دغه تړون د روان لمريز کال د کب په ١٠مه په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شو.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تېره شپه د رايو په اتفاق سره د يوه پرېکړه ليک له مخې دغه تړون تصويب کړى دى.
د امنيت شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان له حکومته غوښتل شوي چې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره يو ټول شموله پلاوى وټاکي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر يوناما به د افغانستان د سولې پروسه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
سرچينې زياته کړې چې دوى د افغانستان له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د ملاتړ ترڅنګ يو پرمختللى او خوشحاله افغانستان غواړي.
د امنيت شورا ويلي، دا چې تلپاتې سوله د افغانانو غوښتنه او حق دى، دوى د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ غواړي چې شخړې ته د بين الافغاني مذاکراتو له لارې سياسي حل لاره وموندل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنيت شورا د افغان سولې لپاره د ټولو سيمه ييزو او نړيوالو له خوا ترسره شوو او ترسره کېدونکو هلو ځلو او د دې لپاره په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو له پروسې هرکلى کوي.
دغه راز د ملګرو ملتونو امنيت شورا د طالبانو د هغې ژمنې هم هرکلى کړى چې له دې وروسته به اجازه نه ورکوي چې د القاعدې او داعش له خوا نور هېوادونه له افغانستانه وګواښل شي.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ويلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه تړون چې تېره اوونۍ يې له طالبانو سره لاسلیک کړ او د متحده ایالتونو او افغان دولت ګډې اعلامیې په ملاتړ، د رایو په اتفاق پرېکړه ليک منظور کړى دى.
هغه زياته کړې، د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک پر طالبانو او افغان دولت غږ شوى چې د باور جوړونې اقداماتو ته دوام ورکړي او د بین الافغاني مذاکراتو په لور چټک حرکت وکړي.
ده ويلي: ((دغه پرېکړه لیک دا هم ښیي چې نړیواله ټولنه له افغانستانه د نړۍ د امنیت لپاره زموږ د تګلارې ملاتړ کوي او د افغانانو لپاره د سولې، یووالي او خپلواکي.))
login or register a new account.