ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال زون کې پر شپږ زره جريبه ځمکې د باغونو جوړولو لړۍ پيل شوه

شمال زون کې پر شپږ زره جريبه ځمکې د باغونو جوړولو لړۍ پيل شوه

author avatar
11 Mar 2020 - 18:10
شمال زون کې پر شپږ زره جريبه ځمکې د باغونو جوړولو لړۍ پيل شوه
author avatar
11 Mar 2020 - 18:10

مزارشريف (پژواک، ۲۱کب  ۹۸): په شمال زون کې پر څه باندې شپږ زره جريبه ځمکې د مېوه لرونکو باغونو جوړولو لړۍ له بلخ ولايت څخه پيل شوه.

په شمال کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوول فهيم جباري د کب په ۲۱مه، د بلخ نهر شاهي ولسوالۍ کې د مېوه لرونکو ونو د باغونو جوړولو د پرانيستې په پروګرام کې وويل، روان پسرلی به پر ۲ زره جريبه ځمکې باندې د پستې باغونه او پر ۴۲۰۰ جريبه ځمکې باندې به د مېوه لرونکو ونو باغونه جوړ کړای شي.

ده زياته کړه، د باغونو جوړولو په دغې لړۍ کې به په بلخ ولايت کې هم پر ۱۳۰۰ جريبه ځمکې مېوه لرونکي نيالګي کېښودل شي.

د هغه په وينا، ياد باغونه له هغو ۱۲ ډوله مېوو څخه جوړېږي چې د شمال زون له چاپېريال، اوبو او هوا سره مطابقت ولري.

جباري زياتوي، دغه پروژه د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له خوا پلې کېږي.

له دې سره د بلخ د کرنې رييس محمد سالم ساعي پژواک ته وويل، د مېوه لرونکو باغونو تر څنګ بلخ ولايت کې شاوخوا يو ميليون غير مثمر نيالګي هم ايښودل شوي چې لا هم دغه لړۍ روانه ده.

د کرنې رييس په هېوادوالو هم غږ کوي چې يواځې دې حکومت ته نه ګوري، بلکې خلک دې خپله هم په خپلو ځمکو کې مېوه لرونکي او غير مېوه لرونکي نيالګي کېږدي. د نيالګيو ايښودل او د باغونو جوړولو د چاپېريال پاک ساتنې برخه کې اغېزمن تمامېدای شي.

محمد ناصر د بلخ ولايت  د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې تازه يې په خپله ۲۰ جريبه ځمکه کې د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروګرام په مرسته باغ جوړ کړی دی.

هغه پژواک ته وويل، باغ يې په معياري ډول جوړ شوی او هيله يې وکړه، چې ښه حاصل به ولري.

د ده په خبره، سره له دې چې وچکالي ده او د اوړي په موسم کې د اوبو د کمښت له امله نور کښتونه سم حاصل نه ورکوي؛ نو ځکه يې د باغونو جوړولو ته زړه ښه کړی دی.

نوموړی وايي، که باغ يې ښه حاصل ورکړ، نو په خپله نوره ځمکه کې به هم نيالګي وکري.

د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوولينو دا هم وويل، سږ کال به د شمال په څو غرنيزو سيمو کې به پر ۲زره جريبه ځمکې باندې د پستې باغونه هم جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.