Language

د لوی کندهار مشران: په ناقانونه توګه ځان واک ته رسول د منلو نه دي

کندهار (پژواک، ۲۲ کب ۹۸): د لوی کندهار سلګونو قومي مشرانو په یوه غونډه کې محمد اشرف غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي وویله او پر مخالف لوري یې غږ وکړ چې په ناقانونه توګه دې واک ته د رسېدو هڅه نه کوي.

هغوی پر یووالي او سولې ټینګار وکړ او ویې ویل، قانون ماتونه دا هېواد او خلک د ستونزو لوري ته بیايي.

په غونډه کې د کندهار ښار او ولسوالیو تر څنګ د هلمند، اروزګان او زابل سلګونو مخورو، قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو او مېرمنو ګډون کړی وو.

غونډې ته د کندهار ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي په خپله وینا کې ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي وویله او پر هغه یې غږ وکړ چې یووالي او سولې ته کار وکړي.

هغه زیاته کړه، په هېواد ټاکنې وشوې او د ټاکنو په پایله کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني بیا ځلې ولسشر اعلان کړ.

د ده په خبره، د اساسي قانون له مخې، یوازې همدا قانوني اداره د دې واک لري چې د اکثریت رایو په ګټلو اړوند شخص د هېواد ولسمشر اعلان کړي.

نوموړي له سیاسي مشرانو وغوښتل چې پر قانوني لاره تګ وکړي او د ستونزو په جوړولو خلک او هېواد له مزید بحران سره مخ نه کړي.

شېردلي پر ولسمشر غږ وکړ چې نه یوازې عبدالله عبدالله ته په حکومت کې ځای ورکړي، بلکې داسې حکومت دې تشکیل کړي چې د ټول هېواد خلک خپل ځان په کې وګوري.

شېردلي د سولې پر وروستیو هڅو هم خبرې وکړې او ویې ویل، دې سیمې تر ټولو ډېره جګړه تجربه کړې او خلکو یې قربانۍ ورکړې دي، باید د سولې په پروسه کې لوی کندهار ته ونډه ورکړي.

غونډې ته د کندهار بل قومي مشر تورن نېک محمد وویل، ولسمشر ته د نړۍ هېوادونو او سازمانونو مبارکي ورکړې او هغه د هېواد قانوني متخب ولسمشر دی.

خو ده یادونه وکړه چې د هېواد او په ځانګړې توګه د سوېل مشران دې منځګړتوب وکړي او راپیدا شوې ستونزه دې حل کړي.

ده هم د هېواد پر سیاسي مشرانو غږ وکړ چې د واک تر لاسه کولو لپاره دې په خپلو ناقانونه کړنو ولس د تباهۍ او متلاشي کېدو خوا ته نه بیايي.

login or register a new account.