کندهار (پژواک، ۲۲ کب ۹۸): د لوی کندهار سلګونو قومي مشرانو په یوه غونډه کې محمد اشرف غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي وویله او پر مخالف لوري یې غږ وکړ چې په ناقانونه توګه دې واک ته د رسېدو هڅه نه کوي.
هغوی پر یووالي او سولې ټینګار وکړ او ویې ویل، قانون ماتونه دا هېواد او خلک د ستونزو لوري ته بیايي.
په غونډه کې د کندهار ښار او ولسوالیو تر څنګ د هلمند، اروزګان او زابل سلګونو مخورو، قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو او مېرمنو ګډون کړی وو.
غونډې ته د کندهار ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي په خپله وینا کې ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي وویله او پر هغه یې غږ وکړ چې یووالي او سولې ته کار وکړي.
هغه زیاته کړه، په هېواد ټاکنې وشوې او د ټاکنو په پایله کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني بیا ځلې ولسشر اعلان کړ.
د ده په خبره، د اساسي قانون له مخې، یوازې همدا قانوني اداره د دې واک لري چې د اکثریت رایو په ګټلو اړوند شخص د هېواد ولسمشر اعلان کړي.
نوموړي له سیاسي مشرانو وغوښتل چې پر قانوني لاره تګ وکړي او د ستونزو په جوړولو خلک او هېواد له مزید بحران سره مخ نه کړي.
شېردلي پر ولسمشر غږ وکړ چې نه یوازې عبدالله عبدالله ته په حکومت کې ځای ورکړي، بلکې داسې حکومت دې تشکیل کړي چې د ټول هېواد خلک خپل ځان په کې وګوري.
شېردلي د سولې پر وروستیو هڅو هم خبرې وکړې او ویې ویل، دې سیمې تر ټولو ډېره جګړه تجربه کړې او خلکو یې قربانۍ ورکړې دي، باید د سولې په پروسه کې لوی کندهار ته ونډه ورکړي.
غونډې ته د کندهار بل قومي مشر تورن نېک محمد وویل، ولسمشر ته د نړۍ هېوادونو او سازمانونو مبارکي ورکړې او هغه د هېواد قانوني متخب ولسمشر دی.
خو ده یادونه وکړه چې د هېواد او په ځانګړې توګه د سوېل مشران دې منځګړتوب وکړي او راپیدا شوې ستونزه دې حل کړي.
ده هم د هېواد پر سیاسي مشرانو غږ وکړ چې د واک تر لاسه کولو لپاره دې په خپلو ناقانونه کړنو ولس د تباهۍ او متلاشي کېدو خوا ته نه بیايي.
د هلمند قومي مشر حاجي عبدالباري بارکزي وویل، د ټول سوېلي زون مشران د ولسمشر تر شا ولاړ دي او هغه ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي وايي.
ده زیاته کړه، ولسمشر دې د هغو زورواکو پر ځای چې په زور واک غواړي، ولس ته مراجعه وکړي او اساسي قانون دې پلی کړی، هیڅوک هیڅ هم نه شي کولای.
نوموړي یادونه وکړه چې ولس یو ځل دوه سری حکومت تجربه کړی او بیا هغسې جوړجاړی نه غواړي.
د بلوڅ قوم په استازولۍ قومي مشر نصرالله خان بلوڅ وویل، ولسمشر دې خپلې ټولې هڅې په هېواد کې سولې ته ورټولې کړي او د یوې باعزته سولې لپاره دې په پوره دقت مخ ته ولاړ شي.
ده له ولسمشر څخه وغوښتل چې په خپله راتلونکې پنځه کلنه دوره کې دې د فساد مخنیوي او عدالت ته ډېر کار وکړي.
د فراه قومي مشر حاجي حقمل هم وویل چې ولس د ولسمشر محمد اشرف غني تر شا ولاړ دی او له هغه څخه په هېواد کې د سرتاسري سولې، عدالت او پرمختیايي چارو غوښتنه کوي.
د اروزګان قومي مشر حاجي احمد خان مسلم وویل، ولسمشر دې دا ځل واک یوازې یوه قوم ته نه وقف کوي، بلکې ټول هېواد ته دې پام وکړي.
د سولې په برخه کې ده هم د کندهار پر ونډې ټینګار وکړ.
یوه بل قومي مشر حاجي جمعه ګل اسحاقزي له ولسمشر څخه وغوښتل چې ملي یووالي ته کار وکړي او په دې هېواد کې هر چا قربانۍ ورکړې دي.
د لوی کندهار مخور او مشران په داسې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ځلې ولسمشر کېدو مبارکي ورکوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله هم خپل ځان ولسمشر اعلان کړی دی.
د لوی کندهار مشرانو د هغه دا کړنه د اساسي قانون خلاف ګڼي او ټول مشران یووالي ته رابولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










