Language

اولمپيک کمېټې په هېواد کې ټولې لوبې لغوه اعلان کړې

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٨): د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې او بدني روزنې عمومي رياست له خوا د کرونا ويروس له امله په ټول هېواد کې لوبې لغوه اعلان شوې دي.

د اولمپيک کمېټې له خوا د کب په ٢٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه د اولمپيک کمېـټې د ټولو اړوند مسوولينو په يوه ناسته کې وشوه.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو د مخنيوي په موخه په ټول هېواد کې لوبې او لوبو ته د خلکو پر راټوليدو بنديز ولګول شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه د افغانستان د ورزش په ټولنه کې د کرونا ويروس کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د اولمپيک کمېټې ويلي چې دا اقدام يې د لوبغاړو روغتيا ته په پام کې نيولو سره کړې ده.

دا پر ېکړه په داسې حال کې شوې چې له څو ورځو راهيسې د کابل په حضوري چمن کې د ټول هېواد په کچه د بزکشۍ يا وزلوبې ملي سيالۍ پيل شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت پرون د دې سياليو په ترسره کولو نيوکه کړې وه او له اړوندو مسوولينو يې د بندولو غوښتنه وکړه.

د يادونې ده، په ټول هېواد کې تر اوسه د کرونا ١٠ پېښې ثبت شوې چې پنځه يې په هرات، درې سمنګان، يوه کاپيسا او يو بلخ ولايت کې ثبت شوې دي.

login or register a new account.