کندوز ښار (پژواک، ٢٤ کب ٩٨): د کندوز د شېرخان بندر سوداګر وايي چې د تاجکستان هېواد له لوري د دغه بندر تړلو له ګڼو مالي او نورو ستونزو سره مخ کړي چې بايد حل شي.
شاوخوا ١٥ ورځې وړاندې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه تاجکستان هېواد د کندوز په شېرخان بندر کې خپله پوله له افغانستان سره وتړله.
خو په دغه بندر کې سوداګر بيا وايي چې له يو لوري د لارو تړلو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دوى له ډلې د شېرخان بندر د سوداګرو اتحاديې رييس سيد مجتبى هاشمي د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تاجکستان هېواد، افغان سوداګرو ته د مالونو د انتقالولو اجازه نه ورکوي.
هغه وايي: ((د تاجکستان سوداګر ازادنه تګ راتګ کوي، خو موږ ته اجازه نه راکول کيږي، دې کار موږ له ميليونونو تاوان سره مخ کړي يو.))
نوموړي دا هم وويل چې ګڼ شمېر افغان سوداګر په تاجکستان هېواد له کمپنيو سره تړونونه لري چې بايد په هرو دوه اونيو له اړوندې کمپنۍ سره يوځل جلسه وکړي خو د لارې د بنديدو له امله دغه غونډې هم ځنډيدلي دي.
هغه د بېلګې په توګه وويل: ((موږ هلته د سمنټو فابريکو سره تړون لرو، موږ ته اجازه نشته چې ورشو او ورسره کينو خو د نورو بندرونو له لارې بيا سمنټ هېواد ته راوړل کيږي چې دغه کار زموږ لپاره يو لوى تاوان دى.))
دغه راز په دغه بندر کې يو تن سوداګر محمد سردار پژواک ته وويل چې د تاجکستان هېواد له لوري د پولې تړلو افغان سوداګر سخت زيانمن کړي دي.
هغه زياته کړه: ((حکومت بايد عاجل اقدام وکړي، دا يو لوى مشکل دى، هر ورځ سواګر په تاوان کې روان دي.))
يو شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې د تاجکستان پر وړاندې په ورته عمل لاس پورې کړي.
په ورته وخت کې په کندوز کې د سوداګرۍ خونې د صادراتو مدير مسعود وحدت پژواک ته وويل چې د بندر تړل کېدو له امله سوداګريزې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
ده وويل چې حکومتي چارواکي بايد په دې اړه د تاجکستان هېواد له حکومت سره خبرې وکړي ترڅو افغان سوداګرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د يادو څرګندونو په اړه د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې سيمه ييز اداره او حکومتي چارواکي کوښښ کوي ترڅو د ياد بندر د سوداګرو ستونزې هوارې کړي.
د يادونې ده، په افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتې پېښې له ثابتېدو وروسته د تاجکستان ترڅنګ، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو هم خپلې پولې له افغانستان سره تړلي دي او پاکستان هم اعلان کړى چې له راتلوونکې دوشنبې له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې بندوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










