مزارشريف (پژواک، ٢٤ کب ٩٨): د بلخ ولايت مقام وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر اساس يې د نوروز ټول مراسم په بشپړ ډول لغوه کړي دي.
د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي د کب په ٢٤مه په مزار شريف کې په يوه خبري کنفرانس کې رسنيو ته وويل چې د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې د ۱۳۹۹ کال نوروز مراسم په رسمي او بشپړ ډول لغوه شول.
هغه زياته کړه چې همدا راز د کب په ۲۴مه نېټه له ايران او هندوستان سره د مزارشريف پروازونه هم ځنډول شوي دي.
د توحيدي په خبره، بلخ ولايت مقام د مزارشريف ښار هوټلونو ته هم خبرداری ورکړی چې د خلکو له راټولېدو څخه مخنيوی وکړي.
بلخ کې دولتي او شخصي ښوونځي او پوهنتونونه هم لس ورځې وړاندې رخصت شوي وو چې بلخ ولايت مقام د مرستيال په وينا د يادو مراکزو رخصتي هم پر ځای پاتې.
د نوروز مراسم هر کال په مزارشريف ښار کې حضرت علي ته منسوب زيارت کې د جنډې په پورته کولو ترسره کېدل؛ خو سږ کال د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه دغه جشن د بلخ په ګډون ټول هيواد کې لغوه شوی دی.
د افغانستان د ملي امنيت شورا هم څو ورځې مخکې په يوه ناسته کې د نوروز د نه نمانځلو پرېکړه کړې وه.
تر دې مخکې په فراه، هرات او نيمروز ولايتونو کې هم ټول ښوونځي تړل شوي دي.
د يادونې ده، د روغتيا نړيوال سازمان له خوا هم کرونا ناروغي يوه نړيواله وبا اعلان شوې ده چې تر اوسه په ١٢٢ هېوادونو کې خپره شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP