Language

د مشرانو جرګې غړي: د سیاسیونو ترمنځ جنجالونو د سولې بهیر زیانمن کړی

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۹۸): د مشرانو جرګې یوشمېر غړو د دوو حکومتونو له رامنځته کېدو اندېښنه وښوده او د غني او عبدالله ترمنځ د ناندریو د له منځه وړلو لپاره د دواړو مجلسونو په چوکاټ کې د یوه پلاوي د جوړولو غوښتنونکي شول.

د مشرانو جرګې غړي محمد نادر بلوچ چې نن یې د یادې جرګې په ناسته کې خبرې کولې، وویل چې په تېرو اتلسو کلونو کې د رهبرانو د نه پاملرنې له امله میلیونونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه په هېواد کې د سیاسیونو ترمنځ جنجالونو ته په اشارې زیاته کړه: «سیاسیون په رواني ناروغۍ اخته دي، هیله ده واکسین ورته پیدا شي څو ستنونزه هواره او خلک په هېواد کې له راون وضعیت څخه راووځي.»

نوموړي په افغانستان کې د کرونا ویروس خپراوي ته پر اندېښنې ښودلو سربېره وویل چې په هېواد کې روان سیاسي کړکېچ، کرونا ویروس هم تر اغېز لاندې راوستلی او هغه ته جدي پام نه دى اوښتی.

د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق هم د نن ورځې په ناسته کې وویل چې په هېواد کې روان سیاسي وضعیت د هېچا لپاره د منلو نه دی او د دغه وضعیت دوام خطرناک دی او د سولې بهیر سخت زیانمنوي.

هغه زياتوي: «د هېواد د سیاسیونو ترمنځ سیالۍ باید پای ته ورسیږي؛ له هغې پرته یې زیان خلکو ته رسیږي؛ هیله ده د وضعیت د کنټرول لپاره د ملي شورا د دواړو ناستو له خوا یو پلاوی وټاکل شي.»

د مشرانو جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي په افغانستان کې د کرونا ویروس ډېرېدو ته اندېښنه وښوده او د هېواد له سیاسیونو څخه یې وغوښتل چې تعصبات او د چوکۍ لاسته راوړل دې پرېږدي او د قوي موضع له لارې د بین الافغاني مذاکراتو ته پام واړوي.

د هغه په خبره، که جنجالونه حل نه شي، حکومت او خلک د ناورین خوا ته ځي او مخالفین نور هم ځواکمن کېږي.

د مشرانو جرګې دغه غړي، محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته په خطاب کې وویل: «سیاسیون دې په هوښ راشي، ترڅو د قدرت کرونا له منځه لاړ شي.»

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ایزدیار وویل، په هغه وضعیت کې چې هېواد قرار لري، د دوو حکومتونو تشکیل د هېواد په ګټه نه دی او دغه ستونزه باید حل شي.

هغه زیاته کړه، د سیاسیونو ترمنځ د رامنځته شوو ستونزو د حل لپاره د شورا د دواړو مجلسونو په چوکاټ کې باید یو پلاوی جوړ او منځګړیتوب وکړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، سیاسیون باید د هېواد د مصلحت لپاره له خپلو شخصي ګټو تېر او ملي ګټې په پام کې ونیسي او په یوه ټولشموله حکومت هوکړه وکړي.

login or register a new account.