منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مشرانو جرګې غړي: د سیاسیونو ترمنځ جنجالونو د سولې بهیر زیانمن کړی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۹۸): د مشرانو جرګې یوشمېر غړو د دوو حکومتونو له رامنځته کېدو اندېښنه وښوده او د غني او عبدالله ترمنځ د ناندریو د له منځه وړلو لپاره د دواړو مجلسونو په چوکاټ کې د یوه پلاوي د جوړولو غوښتنونکي شول.

د مشرانو جرګې غړي محمد نادر بلوچ چې نن یې د یادې جرګې په ناسته کې خبرې کولې، وویل چې په تېرو اتلسو کلونو کې د رهبرانو د نه پاملرنې له امله میلیونونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه په هېواد کې د سیاسیونو ترمنځ جنجالونو ته په اشارې زیاته کړه: «سیاسیون په رواني ناروغۍ اخته دي، هیله ده واکسین ورته پیدا شي څو ستنونزه هواره او خلک په هېواد کې له راون وضعیت څخه راووځي.»

نوموړي په افغانستان کې د کرونا ویروس خپراوي ته پر اندېښنې ښودلو سربېره وویل چې په هېواد کې روان سیاسي کړکېچ، کرونا ویروس هم تر اغېز لاندې راوستلی او هغه ته جدي پام نه دى اوښتی.

د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق هم د نن ورځې په ناسته کې وویل چې په هېواد کې روان سیاسي وضعیت د هېچا لپاره د منلو نه دی او د دغه وضعیت دوام خطرناک دی او د سولې بهیر سخت زیانمنوي.

هغه زياتوي: «د هېواد د سیاسیونو ترمنځ سیالۍ باید پای ته ورسیږي؛ له هغې پرته یې زیان خلکو ته رسیږي؛ هیله ده د وضعیت د کنټرول لپاره د ملي شورا د دواړو ناستو له خوا یو پلاوی وټاکل شي.»

د مشرانو جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي په افغانستان کې د کرونا ویروس ډېرېدو ته اندېښنه وښوده او د هېواد له سیاسیونو څخه یې وغوښتل چې تعصبات او د چوکۍ لاسته راوړل دې پرېږدي او د قوي موضع له لارې د بین الافغاني مذاکراتو ته پام واړوي.

د هغه په خبره، که جنجالونه حل نه شي، حکومت او خلک د ناورین خوا ته ځي او مخالفین نور هم ځواکمن کېږي.

د مشرانو جرګې دغه غړي، محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته په خطاب کې وویل: «سیاسیون دې په هوښ راشي، ترڅو د قدرت کرونا له منځه لاړ شي.»

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ایزدیار وویل، په هغه وضعیت کې چې هېواد قرار لري، د دوو حکومتونو تشکیل د هېواد په ګټه نه دی او دغه ستونزه باید حل شي.

هغه زیاته کړه، د سیاسیونو ترمنځ د رامنځته شوو ستونزو د حل لپاره د شورا د دواړو مجلسونو په چوکاټ کې باید یو پلاوی جوړ او منځګړیتوب وکړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، سیاسیون باید د هېواد د مصلحت لپاره له خپلو شخصي ګټو تېر او ملي ګټې په پام کې ونیسي او په یوه ټولشموله حکومت هوکړه وکړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د حکومت د رهبرانو ترمنځ د جنجالونو د حل لپاره یو مېکانېزم جوړ شوی، وویل چې سیاسیونو له ملي شورا څخه پرته د رهبرانو ترمنځ د ناندریو د حل لپاره منځګړیتوب پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، د ټاکنو بهیر پای موندلی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ټيم ګټونکی اعلان کړ چې د نړیوالې ټولنې له خوا هم ومنل شو او اوس باید دغه تعامل بنسټیز شي او د جمهوریت د بقا او نظام د جوړولو لپاره باید د یو بل منلو د حس په وسله رښتینې هڅه وشي.

ده وویل، که د ملي شورا د غړو مرستې ته اړتیا شوه، هغوی په خدمت کې دي.

مسلمیار، محمد اشرف غنی او عبدالله عبدالله ته په خطاب کې وویل چې افغانستان په اوسني وضعیت کې تر هر څه وړاندې سولې ته اړتیا لري او اختلافاتو ته باید د پای ټکی کېښودل شي څو د سولې د مذاکراتو په اړه عملي کار پیل کړي.

د مشرانو جرګې رییس په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو په اړه چې ویل کېږي، په ایران کې د هغه هېواد د امنیتي منسبوینو له خوا شکنجه کېږي، جدي اندېښنه وښوده او د هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه یې وغوښتل څو د هغوی روغتیا وڅېړي.

د هغه په خبره، که ولیدل شي چې حقیقت لري، د افغانستان حکومت باید د خپلو اتباعو پر وړاندې خاموشي ونه ښیي او د نړیوالو چارو کمېسیون ته يې دنده وسپارله چې د اړوندو مسوولینو په مرسته، موضوع په جدي ډول وڅاري.

بلخوا، د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د نن ورځې په ناسته کې د دغې جرګې د یوشمېر غړو د غوښتنو په تعقیب چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د اختلافاتو د حل په موخه یو پلاوی جوړ شي، وویل چې دغه جرګه پلاوی ټاکي او له دواړو «ولسمشرانو» سره خبرې کوي څو یوه د حل لاره پیدا شي.

هغه زیاته کړه چې د یاد پلاوي د ترکیب او شمېر په اړه وروسته پرېکړه کېږي.

هغه د هېواد اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ وباله او هیله یې څرګنده کړه څو د غني او عبدالله ترمنځ اختلافات په خبرو کې حل شي.

ټاکنو خپلواک کمېسیون، محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله چې د رایو له مخې اعلان شو او  په دوهمه درجه کې و، دغه پایلې ونه منلې او «ټولشموله» حکومت یې اعلان کړ.

د روانې کب میاشتې په ۱۹مه، غني په ارګ او عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې د لوړو مراسم ترسره کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست