پلخمري (پژواک، ٢٦ کب ۹۸): د بغلان د برېښنا مسوولين وايي چې د پلخمري د لومړي برېښنا بند د بيارغولو چارې په سمه ډول نه دي ترسره شوې او په پټه ګټې اخيستنې ته سپارل شوى دى.
تېر کال د پلخمري د لومړي برېښنا بند يوه دروازه د ډېرو اوبو تم کولو له امله ماته شوه چې د ډېرو خلکو ځمکې يې لاندې کړې او خلکو ته يې مالي زيانونه واړول چې بيا له دې څه موده وروسته يې د بيارغولو چارې پيل شوې.
د پلخمري د لومړي برېښنا بند امر انجنير ګل عالم د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، څنګه چې لازمه وه، د دغه بند د بيارغولو چارې په هغې بڼه نه دي ترسره شوې.
هغه وايي: ((زموږ د ارزيابۍ له مخې، د دغه بند کارونه سم نه دي ترسره شوي، د موسمي سېلابونو د تم کولو وړتيا نه لري.))
نوموړى زياتوي چې تېر کال هم د ډېرو اوبو تم کولو له امله يې يوه دروازه ماته شوې او که دغه ځل بيا ماته شي، نو کښتونو ته به سخت زيان واړوي.
ده وويل: ((دغه بند يې په پټه ګټې اخيستنې ته سپارلی دی، چارواکي هم غواړي چې زموږ له رضايت پرته اسناد ورته تاييد کړي خو دغه کار بايد ونه شي، د بند چارې بايد په اساسي ډول ترسره شي او د ټولو په مخ کې بايد ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.))
دغه راز د بغلان د والي وياند نذير نجم پژواک ته وويل چې د پلخمري برېښنا بند چارې بشپړې شوې خو په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته نه دى سپارل شوى.
دى وايي: ((هره پروژه باید د مسلکي انجنیرانو له لیدلو او تايید وروسته ګټې اخیستو ته وسپارل شي دا چې د بریښنا بند د بیا رغولو په اړه تر اوسه ولایت مقام ته مراجعه نه ده شوې، هېڅوک یې د تسلیمي حق نه لري، دغې پروژې کار به د پروپوزل له مخې د شوي قرارداد پر اساس لاسلیک او ګټې اخیستو ته سپارل کېږي.))
د اړوندې موضوع په اړه د اوبو او برېښنا وزارت د پروژو د څار ریاست کارکوونکي او د پلخمري برېښنا بند پروژې مدیر انجنیر حجت الله یوسفزي پژواک ته وويل چې د پلخمري برېښنا بند د بیارغولو پروژې کار بشپړ شوى او له هغه وروسته مسوولې ادارې ته (افغان نساجي فابريکې) ته سپارل شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP