منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پلخمري لومړي برېښنا بند چارې بې کیفيته ترسره شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۰ کتنې

پلخمري (پژواک، ٢٦ کب ۹۸): د بغلان د برېښنا مسوولين وايي چې د پلخمري د لومړي برېښنا بند د بيارغولو چارې په سمه ډول نه دي ترسره شوې او په پټه ګټې اخيستنې ته سپارل شوى دى.

تېر کال د پلخمري د لومړي برېښنا بند يوه دروازه د ډېرو اوبو تم کولو له امله ماته شوه چې د ډېرو خلکو ځمکې يې لاندې کړې او خلکو ته يې مالي زيانونه واړول چې بيا له دې څه موده وروسته يې د بيارغولو چارې پيل شوې.

د پلخمري د لومړي برېښنا بند امر انجنير ګل عالم د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، څنګه چې لازمه وه، د دغه بند د بيارغولو چارې په هغې بڼه نه دي ترسره شوې.

هغه وايي: ((زموږ د ارزيابۍ له مخې، د دغه بند کارونه سم نه دي ترسره شوي، د موسمي سېلابونو د تم کولو وړتيا نه لري.))

نوموړى زياتوي چې تېر کال هم د ډېرو اوبو تم کولو له امله يې يوه دروازه ماته شوې او که دغه ځل بيا ماته شي، نو کښتونو ته به سخت زيان واړوي.

ده وويل: ((دغه بند يې په پټه ګټې اخيستنې ته سپارلی دی، چارواکي هم غواړي چې زموږ له رضايت پرته اسناد ورته تاييد کړي خو دغه کار بايد ونه شي، د بند چارې بايد په اساسي ډول ترسره شي او د ټولو په مخ کې بايد ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.))

دغه راز د بغلان د والي وياند نذير نجم پژواک ته وويل چې د پلخمري برېښنا بند چارې بشپړې شوې خو په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته نه دى سپارل شوى.

دى وايي: ((هره پروژه باید د مسلکي انجنیرانو له  لیدلو او تايید وروسته  ګټې اخیستو ته وسپارل شي دا چې د بریښنا بند د بیا رغولو په اړه  تر اوسه ولایت مقام ته مراجعه نه ده شوې، هېڅوک یې د تسلیمي حق نه لري،  دغې پروژې کار به د پروپوزل  له مخې د شوي قرارداد پر اساس لاسلیک او ګټې اخیستو ته سپارل کېږي.))

د اړوندې موضوع په اړه د اوبو او برېښنا وزارت د پروژو د څار ریاست  کارکوونکي او د پلخمري برېښنا بند پروژې مدیر انجنیر حجت الله یوسفزي پژواک ته وويل چې د پلخمري برېښنا بند د بیارغولو پروژې کار بشپړ شوى او له هغه وروسته مسوولې ادارې ته (افغان نساجي فابريکې) ته سپارل شوى دى.

ده وويل: ((موږ د يوه پلاوي پر وړاندې دغه پروژه تر بشپړېدو وروسته د افغان نساجي فابريکې رييس ته سپارلې، په دې اړه د اوبو برېښنا وزارت نور هېڅ ډول مسووليت نه لري.))

خو د پلخمري افغان نساجي فابريکې ريیس غلام قادر وايي چې د ياد بند په اړه له کابل  څخه راغلو استازو ته یې یواځې د ترسره شوي کار پر جوړ کړي لېست لاسلیک کړی دى.

قادر وايي: ((د برېښنا بند یوه دروازه چې تیر کال ماته شوې وه، بیرته رغول شوې، قراردادي شرکت یې لومړی باید موږ ته د کار کولو د توان په اړه قناعت راکړي بیا د پروژې کار د منلو امکان شته، په اوسني وضعیت کې راته د منلو نه دی.))

د يادونې ده، د پلخمري برېښنا بند دروازې د بیارغولو کار د ۱۳۹۷کال د مرغومي میاشتې په نیمايي کې د ۲،۹ میلیونه  ډالرو په لګښت يوه تاجکستاني شرکت ته وسپارل شو چې یوه دروازه یې تېر کال د کار له بشپړېدو وروسته په لومړۍ ورځ اوبو ماته کړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه