Language

خليلزاد د داعش او القاعدې پر خلاف د طالبانو عمليات وستايل

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٨): د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د داعش، القاعدې او نورو ټولو هغو ډلو چې امريکا او متحدين يې ګواښي، پر ضد د طالبانو د عملياتو ستاينه کړې ده.

طالبانو دوه ورځې مخکې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په ختيځ کې د داعش د وروستيو مرکزونو د له منځه وړو خبر ورکړ.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ساعته مخکې په ټويټر کې ليکلي: ((زه د طالبانو د هغې اعلاميې چې د داعش غندنه کوي او په افغانستان کې د داعش «د استخدام، تمويل، يا روزنې» د هڅو د مخنيوي ژمنه کوي، هرکلی كوم.))

نوموړي زياته کړې، دا د القاعدې او نورو ټولو هغو ډلو چې امريکا او متحدين يې ګواښي، پر ضد د طالبانوعمومي ژمنې (زموږ په موافقتنامه کې) ښيي.

خليلزاد تمه څرګنده کړې چې طالبان به خپلې ژمنې ترسره کړي؛ ځکه د امريکا له خوا د ژمنو پوره کول د طالبانو له خوا پر ژمنو عمل پورې تړلي دي.

د هغه په وينا، د طالبانو د داعش په اړه اعلاميه او په کونړ کې د ترهګرو پر وړاندې د هغوی وروستي عملیات مثبت ګامونه دي.

د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کې دسولې راوستلو) تړون د روان لمريز کال د کب په ١٠مه په قطر کې لاسليک شو.

د دغه تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابرېږي، خو له دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشي او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

په دغه تړون کې طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې د امريکا او متحدينو امنيت ګواښي، عمليات او مبارزه کوي.

login or register a new account.