Language

مشرانو جرګه: احتکار کوونکي باید علني محاکمه شي

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۹۸): مشرانو جرګې د لومړنیو توکو احتکار د قانون له مخې جرم ګڼلی او وايي، احتکار کوونکي دې په علني ډول محاکمه شي څو نور خلک ترې عبرت واخلي.

په هېواد کې د ویروس پر ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر تر زیاتېدو او له ګاونډیو هېوادونو سره د ځینو پولو له تړلو وروسته په هېواد کې د لومړنیو توکو او طبي وسایلو بیې لوړې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس (Covid-19) د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ اعلان کړی دی.

د پژواک د تېرې ورځې د راپور له مخې، په ټولیزه توګه د کابل په بازارونو کې د لومړنیو پېښو بیه ۲۲ سلنه او د اوړو بیه ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.

نن د مشرانو جرګې غړو په عمومي ناسته کې د لومړنیو موادو د بیو د لوړېدو او د دوکاندارانو له خوا د احتکار په اړه خبرې وکړي.

په مشرانو جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي محمداجان وویل، د کرونا ویروس د خپرېدو ترڅنګ د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل د خلکو لپاره د اندېښنې وړ ده.

هغه زیاته کړه چې د لومړنیو توکو احتکار او په لوړه بیه پلورل د اساسي قانون له مخې جرم دی او له عاملینو سره یې باید قانوني چلند وشي.

د دې جرګې غړې انارکلي هنریار وویل: ((کرونا ویروس هېڅ مرز او پېژندنه نه لري، سوداګر هم نیسي او غریب هم، سوداګر باید د الله ج له وېرې له احتکار او په لوړه بیه د توکو له پلورلو لاس واخلي، د لومړنیو توکو د لوړېدو له امله اغېزمن یو.))

هغې له مسوولینو وغوښتل چې له هغو کسانو سره چې احتکار کووي او توکي په لوړو بیو پلوري قانوني چلند وکړي.

په دې جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي محی الدین منصف هم وویل، احتکار د اسلام د مقدس دین او  اساسي قانون قانون له نظره حرام دی او له احتکار کوونکو سره باید قانوني چلند وشي.

هغه زیاته کړه: ((د خلکو په حق کې روان ظلم ته په کتو په څه خاطر دغه ویروس ورک شي.))

login or register a new account.

Related Topics