کابل (پژواک، ۲۷ کب ۹۸): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د ټاکنیزو اختلافاتو د حل تر څنګ له حکومته وغوښتل چې د مرکچي پلاوي نوملړ دې ژر مشخص کړي څو د بین الافغاني خبرو بهیر پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون د کب په لسمه په قطر کې لاسلیک شوه چې د هغه پر اساس د کب په ۲۰مه بین الافغاني مذاکرات پیلېدل؛ خو د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشي کولو پر سر د راپورته شوو اختلافاتو او د حکومت د مذاکراتي پلاوي د نوملړ د نه بشپړېدو له امله، تر اوسه دغه مذاکرات نه دي پیل شوي.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې د حکومت له خوا د سولې مذاکراتي پلاوي د نوملړ په ژر بشپړېدو ټینګار وشو.
په مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري د سولې ترلاسه شوی فرصت یو طلایي چانس وباله او وویل چې په هېواد کې شته سیاسي اختلافات باید د سولې د مذاکراتو بهیر زیانمن نه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته چې محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه اعلان شو، د دغه ټاکنو بل مخکښ نوماند عبدالله عبدالله اعلان شوې پایلې ونه منلې او ټولشموله حکومت یې اعلان کړ، په پای کې د کب په ۱۹ غني او عبدالله دواړو په یوه وخت په کابل کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
که څه هم د لوړې له مراسمو مخکې یوشمېر سیاستوالو او د بهرنیو هېوادونو استازو د غني او عبدالله ترمنځ د ستونزو د حل هڅې وکړې؛ خو پایله یې نه درلوده.
مېرمن اکبري له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره لاس په کار شي څو شته اختلافات د سولې بهیر زیانمن نه کړي او خلک ناهیلي نه شي.
د مشرانو جرګې یادې غړې د سولې خبرو لپاره د ټولشموله پلاوي پر جوړېدو ټینګار وکړ او وویل: « د سولې د خبرو لپاره باید داسې کسان وګمارل شي چې د افغان دولت او ټولو طبقو استازيتوب وکړاي شي.»
په دې جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي محمد اجان وویل چې ټول په هېواد کې سوله غواړي؛ خو په افغانستان د شته ستونزو له امله تر اوسه ان پلاوی نه دی ټاکل شوی.
په یاده جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي محمد حنیف حنفي هم د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي د ژر ټاکل کېدو غوښتنه وکړه او وویل چې د یاد پلاوي په جوړولو کې ځنډ کولای شي د سولې خبرې زیانمنې کړي.
هغه په هېواد کې پر سیاسي ناندریو او د سولې مذاکراتو لپاره د ټولشموله پلاوي پر ټینګار سربېره وویل چې سیاسي اختلافات باید د سولې د بهیر پرمختګونه زیانمن نه کړي.
د یادې جرګې یوشمېر نورو غړو هم د پلاوي د ژر ټاکلو او سولې د خبرو د پیل غوښتنه وکړه.
login or register a new account.