کابل (پژواک، ۲۷ کب ۹۸): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د ټاکنیزو اختلافاتو د حل تر څنګ له حکومته وغوښتل چې د مرکچي پلاوي نوملړ دې ژر مشخص کړي څو د بین الافغاني خبرو بهیر پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون د کب په لسمه په قطر کې لاسلیک شوه چې د هغه پر اساس د کب په ۲۰مه بین الافغاني مذاکرات پیلېدل؛ خو د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشي کولو پر سر د راپورته شوو اختلافاتو او د حکومت د مذاکراتي پلاوي د نوملړ د نه بشپړېدو له امله، تر اوسه دغه مذاکرات نه دي پیل شوي.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې د حکومت له خوا د سولې مذاکراتي پلاوي د نوملړ په ژر بشپړېدو ټینګار وشو.
په مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري د سولې ترلاسه شوی فرصت یو طلایي چانس وباله او وویل چې په هېواد کې شته سیاسي اختلافات باید د سولې د مذاکراتو بهیر زیانمن نه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته چې محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه اعلان شو، د دغه ټاکنو بل مخکښ نوماند عبدالله عبدالله اعلان شوې پایلې ونه منلې او ټولشموله حکومت یې اعلان کړ، په پای کې د کب په ۱۹ غني او عبدالله دواړو په یوه وخت په کابل کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
که څه هم د لوړې له مراسمو مخکې یوشمېر سیاستوالو او د بهرنیو هېوادونو استازو د غني او عبدالله ترمنځ د ستونزو د حل هڅې وکړې؛ خو پایله یې نه درلوده.
مېرمن اکبري له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره لاس په کار شي څو شته اختلافات د سولې بهیر زیانمن نه کړي او خلک ناهیلي نه شي.
د مشرانو جرګې یادې غړې د سولې خبرو لپاره د ټولشموله پلاوي پر جوړېدو ټینګار وکړ او وویل: « د سولې د خبرو لپاره باید داسې کسان وګمارل شي چې د افغان دولت او ټولو طبقو استازيتوب وکړاي شي.»
په دې جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي محمد اجان وویل چې ټول په هېواد کې سوله غواړي؛ خو په افغانستان د شته ستونزو له امله تر اوسه ان پلاوی نه دی ټاکل شوی.
په یاده جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي محمد حنیف حنفي هم د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي د ژر ټاکل کېدو غوښتنه وکړه او وویل چې د یاد پلاوي په جوړولو کې ځنډ کولای شي د سولې خبرې زیانمنې کړي.
هغه په هېواد کې پر سیاسي ناندریو او د سولې مذاکراتو لپاره د ټولشموله پلاوي پر ټینګار سربېره وویل چې سیاسي اختلافات باید د سولې د بهیر پرمختګونه زیانمن نه کړي.
د یادې جرګې یوشمېر نورو غړو هم د پلاوي د ژر ټاکلو او سولې د خبرو د پیل غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل چې د سولې په بهیر کې تر اوسه ښه پرمختګونه شوي او دغه بهیر باید چټک شي.
هغه زیاته کړه: « د پلاوي د غړو په اړه باید فکر ونکړو، هر څوک چې وټاکل شي موږ ته توپیر نه لري، هر څوک چې لاړ شي د دولت په استازیتوب ځي او د افغانستان له خلکو باید استازیتوب وکړي.»
هغه هم د حکومت له خوا د پلاوي د ژر اعلان غوښتنه وکړه او هیله یې وښوده څو هغه پلاوی چې د حکومت له خوا اعلانېږي، د طالبانو د منلو وړ وګرځي او هرڅومره ژر چې وي باید د سولې خبرې پیل شي.
په همدې حال، ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د سولې د خبرو د پر مخ بېولو لپاره د پلاوي د ټاکلو په اړه له ټولو اړخونو سره مشورې سرته رسېدلې دي او یوازې له څو سیاسیونو سره مشورې نه دي شوې چې له هغوی سره له مشورو وروسته به پلاوي وټاکل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










