Language

​د غزني په ۱۱ ولسوالیو کې د نجونو لپاره هېڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی

غزني ښار (پژواک، ٢٧ کب ٩٨): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت په ١١ ولسواليو کې تر اوسه د نجونو لپاره هېڅ ښوونځى نه دى جوړ شوى.

غزني د افغانستان له مرکزي ولايتونو دى چې ټولټال ١٨ ولسوالۍ لري چې ١٤ يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په ١١ ولسواليو کې تر اوسه د نجونو لپاره هېڅ ښوونځى نه دى جوړ شوى.

هغه وايي چې په دغو ولسواليو کې زنخان، اجرستان، رشيدان، خوږياڼي، واغظ، اب بند، ګيلان، ګيرو، ده يک، اندړ او ناوه شامل دي.

د نوموړي په وينا، د دغه ولايت له جاغوري، ناهور، مالستان، مقر، قره باغ، جغتو او خواجه عمري ولسواليو څخه بيا په تېرو څو کلونو کې زرګونه نجونې فارغې شوي دي.

ده زياته کړه: ((طالبان کلک مخالفت کوي، موږ ته اجازه نه راکوي چې په ولسواليو کې د هلکانو د ښوونځيو ترڅنګ نجونو ته هم ښوونځي جوړ کړو.))

خو  انصار بيا دا هم وويل چې په يو شمېر سيمو کې سيمه ييزو طالبانو ورته نجونو ته د ښوونځيو جوړولو اجازه ورکړې ده.

د غزني د پوهنې رييس زياتوي چې د قومي مشرانو او د سيمې د خلکو په مرسته يې هلې ځلې پيل کړي څو طالبان ورته په ټولو سيمو کې د ښوونځيو جوړولو اجازه ورکړي.

دى وايي: ((خلکو سره مي ويلي که چېرې طالبانو اجازه راکړه نو په اول سر کې به د نجونو لپاره ملا امامان او د سيمې مشران درس ورکوي او که چېرې بيا نوره هم زمينه برابره شوه نو ښځې ښوونکي به ورته وګومارو.))

د انصار په وينا، ياده موضوع يې د پوهنې وزارت له چارواکو سره هم شريکه کړې او هغوى ورته په دغه برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

په ورته وخت کې په غزني ښار کې د دولسم ټولکي يوې زده کوونکي فرشتې پژواک ته وويل چې د ګيلان ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې ده خو د زده کړو په موخه غزني ښار ته راغلې ده.

هغې وويل: ((سږ کال دوولسم کې يم، خاص د درس لپاره راغلې يم، غواړم د کانکور ازموينه ورکړم او خپل د خوښې پوهنځي ته کاميابه شم.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.