منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۴ غ.م
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​د غزني په ۱۱ ولسوالیو کې د نجونو لپاره هېڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٢٧ کب ٩٨): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت په ١١ ولسواليو کې تر اوسه د نجونو لپاره هېڅ ښوونځى نه دى جوړ شوى.

غزني د افغانستان له مرکزي ولايتونو دى چې ټولټال ١٨ ولسوالۍ لري چې ١٤ يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په ١١ ولسواليو کې تر اوسه د نجونو لپاره هېڅ ښوونځى نه دى جوړ شوى.

هغه وايي چې په دغو ولسواليو کې زنخان، اجرستان، رشيدان، خوږياڼي، واغظ، اب بند، ګيلان، ګيرو، ده يک، اندړ او ناوه شامل دي.

د نوموړي په وينا، د دغه ولايت له جاغوري، ناهور، مالستان، مقر، قره باغ، جغتو او خواجه عمري ولسواليو څخه بيا په تېرو څو کلونو کې زرګونه نجونې فارغې شوي دي.

ده زياته کړه: ((طالبان کلک مخالفت کوي، موږ ته اجازه نه راکوي چې په ولسواليو کې د هلکانو د ښوونځيو ترڅنګ نجونو ته هم ښوونځي جوړ کړو.))

خو  انصار بيا دا هم وويل چې په يو شمېر سيمو کې سيمه ييزو طالبانو ورته نجونو ته د ښوونځيو جوړولو اجازه ورکړې ده.

د غزني د پوهنې رييس زياتوي چې د قومي مشرانو او د سيمې د خلکو په مرسته يې هلې ځلې پيل کړي څو طالبان ورته په ټولو سيمو کې د ښوونځيو جوړولو اجازه ورکړي.

دى وايي: ((خلکو سره مي ويلي که چېرې طالبانو اجازه راکړه نو په اول سر کې به د نجونو لپاره ملا امامان او د سيمې مشران درس ورکوي او که چېرې بيا نوره هم زمينه برابره شوه نو ښځې ښوونکي به ورته وګومارو.))

د انصار په وينا، ياده موضوع يې د پوهنې وزارت له چارواکو سره هم شريکه کړې او هغوى ورته په دغه برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

په ورته وخت کې په غزني ښار کې د دولسم ټولکي يوې زده کوونکي فرشتې پژواک ته وويل چې د ګيلان ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې ده خو د زده کړو په موخه غزني ښار ته راغلې ده.

هغې وويل: ((سږ کال دوولسم کې يم، خاص د درس لپاره راغلې يم، غواړم د کانکور ازموينه ورکړم او خپل د خوښې پوهنځي ته کاميابه شم.))

نوموړى اندېښنه وښوده چې په ډېرو سيمو کې نجونې له زده کړو پاتې دي او هره کورنۍ دا وس نه لري چې په ښار کې پر خپلو اولادونو زده کړې وکړي.

دغه راز د غزني ښار يوه قومي مشر نادرخان ګيرووال پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ډېرو پښتون مېشتو ولسواليو کې د نجونو لپاره ښوونځي نشته دي.

هغه وايي: ((په دغو ولسواليو کې د نجونو لپاره مکتبونه نشته دي خو د هلکانو مشکلات هم ډېر دي، کله يې کتابونه نه وي، کله يې د مکتب ودانۍ نه وي، کله مسلکي استادان يې نه وي، يعنې بېخي ډېر مشکلات دي.))

نوموړي له طالبانو غوښتنه وکړه چې په ولسواليو کې نجونو ته هم اجازه ورکړي څو خپلې زده کړې وکړي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه پژواک ته وويل چې طالبان په هېڅ سيمه کې د ښوونځيو له جوړولو سره ستونزه نه لري.

هغه وايي: ((په ځينو وختونو کې دوى پيسې اختلاس کړې وې، يا کومه بله ستونزه وي، نو بيا ادعا کوي چې طالبان اجازه نه ورکوي.))

مجاهد د نجونو د ښوونځيو په اړه وويل چې په دې اړه بايد د طالبانو د ښوونې او روزنې له کمېسيون سره اړيکه ونيول شي، هغوی به يې اړه توضيحات ورکړي.

د يادونې ده، د غزني ترڅنګ د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې هم د نجونو لپاره تر اوسه د زده کړو اړينې اسانتياوې نه دي برابرې شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.​

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه