Language

کندهار ښار (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٨) : د زابل ولايت د مرکز کلات ته څېرمه د سپينې غبرګې په سیمه کې د پولیسو او ملي اردو ګډې پوستې سقوط شوي او پر مهال يې ۲۲ سرتېري وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه د مرکز په لس کیلومترۍ کې تېره شپه ۳ بجې رامنځته شوې ده.

د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حق بيان د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا درې بجې د سپينې غبرګې په سيمه کې طالبانو د خپلو نفوذي کسانو په وسيله چې د سرتېرو په ليکو کې يې سوق کړي وو، د پوليسو او اردو ګډې پوستې سقوط کړي او ۲۲ سرتېري یې وژلی دي.

دی وايي، طالبانو د خپلو نفوذي کسانو په مرسته ۲ هاموې موټر، وسلې او نور وسايل هم وړي دي.

نوموړی زیاتوي، په دغو پوستو کې يوه ټولۍ پوليس چې شمېر یې ۱۰ تنه وو او يوه ټولۍ ملي اردو چې شمېر یې ۱۴ تنه وو، دنده لرله.

حق بيان تور ولګاوه، په زابل کې ټولې هغې ساحې چې سږ کال یا تېر کال د طالبانو لاس ته لوېدلي، د یوه پلان له مخې شوي دي.

هغه پر والي تور پور کړ، چې د امنيت په ټينګولو او د ولايت په اداره کې ناکام شوى دى.

دی وايي، د زابل اوسېدونکي به ډېر ژر د والي او د هغه د ادارې په خلاف مدني احتجاج پیل کړي.

په دې اړه مو وغوښتل چې د زابل د والي رحمت الله یارمل نظر هم واخلو خو له څو ځلې هڅې سره یې اړیکې ته ځواب و نه وایه.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.