مزارشريف (پژواک، ۴ ورى ۹۹): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وایي چې په بلخ ولایت کې له کرونا ناروغۍ مړ شوی کس له روغتونه پر خپل سر تللی و او د خپلې بې غورۍ له امله مړ شوی دی.
د ياد وزارت مرستيال ډاکتر فدامحمد پيکان د وري په ۴مه په مزارشريف کې خبريالانو ته وويل چې په بلخ ولایت کې له کرونا مړ شوی کس ۴۰ کاله عمر درلود او د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی و.
هغه زياته کړه چې دغه کس وروسته له خپلې کورنۍ سره په دهدادي ولسوالۍ کې اوسېده او په همدې ولسوالۍ کې مړ شوی هم دی.
پيکان زياتوي چې مړ شوی شخص تېره چهارشنبه د خپل تور زېړي د درملنې په موخه د بلخ ملکي روغتون ته مراجعه وکړه، خو کله چې ډاکټران یې معاینه کوي نو د کرونا شک هم ورباندې کېږي.
پيکان وایي: ((ډاکټران يې سمپل اخلي او د معاينې لپاره يې کابل ته لېږي او ناروغ ته د قرنطين سپارښتنه کوي؛ خو ناروغ پر خپل سر له روغتونه وځي او کور ته ځي، له مړيني دوه ساعته مخکې هم د بلخ ملکي روغتون ډاکتران د ناروغ له کورنۍ سره تماس نيسي او هغوی ډاډ ورکوي چې ناروغ يې ښه دی.))
د عامې روغتيا مرستيال زياته کړه چې د پنجشنبې شپېنهه بجې پر ياد ناروغ حمله راځي او له لسو تر شلو دقيقو پورې يې ساه وځي او مړ کېږي.
پيکان په خپلو خبرو کې وويل چې مړه شوي کس د کرونا ويروس ترڅنګ د تور زېړي او زړه ناروغۍ هم درلودې.
نوموړی زياتوي چې د جمعې په ورځ ياده کورنۍ د مړه شوي کس جسد د چمتال ولسوالۍ البرزسيمې ته وړی او هلته يې خاورو ته سپارلی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP