مزارشريف (پژواک، ۴ ورى ۹۹): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وایي چې په بلخ ولایت کې له کرونا ناروغۍ مړ شوی کس له روغتونه پر خپل سر تللی و او د خپلې بې غورۍ له امله مړ شوی دی.
د ياد وزارت مرستيال ډاکتر فدامحمد پيکان د وري په ۴مه په مزارشريف کې خبريالانو ته وويل چې په بلخ ولایت کې له کرونا مړ شوی کس ۴۰ کاله عمر درلود او د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی و.
هغه زياته کړه چې دغه کس وروسته له خپلې کورنۍ سره په دهدادي ولسوالۍ کې اوسېده او په همدې ولسوالۍ کې مړ شوی هم دی.
پيکان زياتوي چې مړ شوی شخص تېره چهارشنبه د خپل تور زېړي د درملنې په موخه د بلخ ملکي روغتون ته مراجعه وکړه، خو کله چې ډاکټران یې معاینه کوي نو د کرونا شک هم ورباندې کېږي.
پيکان وایي: ((ډاکټران يې سمپل اخلي او د معاينې لپاره يې کابل ته لېږي او ناروغ ته د قرنطين سپارښتنه کوي؛ خو ناروغ پر خپل سر له روغتونه وځي او کور ته ځي، له مړيني دوه ساعته مخکې هم د بلخ ملکي روغتون ډاکتران د ناروغ له کورنۍ سره تماس نيسي او هغوی ډاډ ورکوي چې ناروغ يې ښه دی.))
د عامې روغتيا مرستيال زياته کړه چې د پنجشنبې شپېنهه بجې پر ياد ناروغ حمله راځي او له لسو تر شلو دقيقو پورې يې ساه وځي او مړ کېږي.
پيکان په خپلو خبرو کې وويل چې مړه شوي کس د کرونا ويروس ترڅنګ د تور زېړي او زړه ناروغۍ هم درلودې.
نوموړی زياتوي چې د جمعې په ورځ ياده کورنۍ د مړه شوي کس جسد د چمتال ولسوالۍ البرزسيمې ته وړی او هلته يې خاورو ته سپارلی دی.
هغه اندېښنه وښوده چې د مړه شوي کورنۍ په هغې سيمه کې پاتې شوې چې طالبان پرې واکمن دي.
ډاکټر پيکان وويل: ((موږ اندېښمن يو چې د مړه شوي تن مور، مېرمن او ورور هم پر دې ناروغۍ نه وي اخته شوي؛ ځکه چې دوی له مړه شوي کس سره ډېر نږدې تماس درلود.))
د هغه په وينا، عامې روغتيا وزارت د سيمه ييزو مخورو په مرسته هڅې پيل کړې څو د يادې کورنۍ غړي د طالبانو له سيمې را وباسي او په روغتون کې يې قرنطين کړي.
پژواک هڅه وکړه چې د کرونا له امله مړه شوي کس د کورنۍ له نورو غړو سره اړيکه ونيسي خو دا چې هغوی په يوه غرنۍ سيمه کې اوسېږي؛ نو ټيلېفونونو يې هم کار نه کاوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










