ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قزاقستان افغانستان ته پر صادراتو بندیز لګولى

قزاقستان افغانستان ته پر صادراتو بندیز لګولى

author avatar
24 Mar 2020 - 14:01
قزاقستان افغانستان ته پر صادراتو بندیز لګولى
author avatar
24 Mar 2020 - 14:01

مزارشريف (پژواک، ۵ وری ۹۹): د بلخ د سوداګرۍ خونه تاييدوي چې قزاقستان له دغه هېواده افغانستان ته د اوړو پر صادراتو بندیز لګولی دی.

په دې تړاو يو مکتوب هم پژواک ته رسېدلی چې قراقستان حکومت د خپلو پولو تړلو امر کړی او همدا راز يې افغانستان ته د يو شمېر توکو پر صادراتو بنديز هم لګولی دی.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي د وري په ۵مه پژواک ته خبري اژانس ته وويل چې د قزاقستان هېواد دغه اقدام د اندېښنې وړ دی.

هغه زياته کړه چې له يوې خوا د کرونا ويروس اندېښنې او بل لورته د قزاقستان له خوا د اوړو پر صادراتو بنديز خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي.

نوموړي وويل: ((زموږ ډېر اړتيا وړ اوړه له قزاقستانه پوره کېدل، اوس هغوی بنديز لګولی او دا کار زموږ لپاره خطرناک هم ثابتېدلی شي.))

يونسي وايي، که څه هم له قزاقستانه د غنمو واردات اوس هم په عادي ډول روان دي؛ خو زياتوي چې ډېری افغان سوداګرو قزاقستان کې اوړه اخيستي چې اوس بند پاتې دي.

يونسي زياته کړه: ((زموږ ډېرو سوداګرو قزاقستان کې اوړه اخيستي چې بايد افغانستان ته انتقال شوي وای؛ خو له بده مرغه اوس بند پاتي او د سوداګرو پانګه هم ورسره بنده پاتې ده.))

نوموړي وويل چې کور دننه په کافي اندازه اوړه او غنم موجود دي خو په خبره يې که له قزاقستانه د اوړو واردات همداسې بند پاتې شي نو په راتلونکي کې ستونزې زېږولی شي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

په ورته مهال له قزاقستانه د اوړو يو شمېر وارد کوونکي وايي چې که قزاقستان خپل بنديز ته دوام ورکړي نو افغانستان کې به خلک د اوړو له قحطۍ سره مخ شي.

د خان لمتډ وارداتي شرکت يوه مسوول حاجي حفيظ الله پژواک ته وويل ياد شرکت په متوسط ډول هره مياشت له قزاقستانه، هېواد ته سل واګونه اوړه واردوي.

د هغه په خبره، دمګړۍ يې د شاوخوا دوه نيم ميليونه ډالرو په ارزښت اوړه اخيستي چې په قزاقستان کې بند پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.