منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

قزاقستان افغانستان ته پر صادراتو بندیز لګولى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۵ وری ۹۹): د بلخ د سوداګرۍ خونه تاييدوي چې قزاقستان له دغه هېواده افغانستان ته د اوړو پر صادراتو بندیز لګولی دی.

په دې تړاو يو مکتوب هم پژواک ته رسېدلی چې قراقستان حکومت د خپلو پولو تړلو امر کړی او همدا راز يې افغانستان ته د يو شمېر توکو پر صادراتو بنديز هم لګولی دی.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي د وري په ۵مه پژواک ته خبري اژانس ته وويل چې د قزاقستان هېواد دغه اقدام د اندېښنې وړ دی.

هغه زياته کړه چې له يوې خوا د کرونا ويروس اندېښنې او بل لورته د قزاقستان له خوا د اوړو پر صادراتو بنديز خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي.

نوموړي وويل: ((زموږ ډېر اړتيا وړ اوړه له قزاقستانه پوره کېدل، اوس هغوی بنديز لګولی او دا کار زموږ لپاره خطرناک هم ثابتېدلی شي.))

يونسي وايي، که څه هم له قزاقستانه د غنمو واردات اوس هم په عادي ډول روان دي؛ خو زياتوي چې ډېری افغان سوداګرو قزاقستان کې اوړه اخيستي چې اوس بند پاتې دي.

يونسي زياته کړه: ((زموږ ډېرو سوداګرو قزاقستان کې اوړه اخيستي چې بايد افغانستان ته انتقال شوي وای؛ خو له بده مرغه اوس بند پاتي او د سوداګرو پانګه هم ورسره بنده پاتې ده.))

نوموړي وويل چې کور دننه په کافي اندازه اوړه او غنم موجود دي خو په خبره يې که له قزاقستانه د اوړو واردات همداسې بند پاتې شي نو په راتلونکي کې ستونزې زېږولی شي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

په ورته مهال له قزاقستانه د اوړو يو شمېر وارد کوونکي وايي چې که قزاقستان خپل بنديز ته دوام ورکړي نو افغانستان کې به خلک د اوړو له قحطۍ سره مخ شي.

د خان لمتډ وارداتي شرکت يوه مسوول حاجي حفيظ الله پژواک ته وويل ياد شرکت په متوسط ډول هره مياشت له قزاقستانه، هېواد ته سل واګونه اوړه واردوي.

د هغه په خبره، دمګړۍ يې د شاوخوا دوه نيم ميليونه ډالرو په ارزښت اوړه اخيستي چې په قزاقستان کې بند پاتې دي.

نوموړي وويل: ((موږ يو متوسط شرکت لرو چې دوه نيم مليونه ډالر سرمايه مو بنده پاتې، په همدې ډول نور شرکتونه هم شته چې لسګونه ميليونه ډالرو په ارزښت سرمايه باندې يې اوړه اخيستي او اوس بند پاتې دي.))

د هغه په وينا، که لس ورځې نور هم د دوی اوړه په قزاقستان کې پاتې شي، نو سم نيم به يې خراب شي؛ ځکه په خبره يې چې دغه اوړه يې په واګونونو کې ځای پر ځای کړي دي.

حاجي حفيظ الله په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان نږدې ۷۰ سلنه اړتيا وړ اوړه له قزاقستانه واردېږي او د دغو وارداتو په بندېدو سره هېواد د اوړو له بشپړ کمښت سره مخ شي.

بلخ ولايت مقام وايي چې له قزاقستانه د اوړو پر وارداتو د بنديز لګېدو په اړه تر اوسه دوی معلومات نه لري.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې دغه موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه مطرح ده او په دې برخه کې مرکزي حکومت د څرګندونو صلاحيت لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد