Language

افغان حکومت او طالبان نن بيا د بنديانو پر خوشې کولو خبرې کوي

 

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٩) : ټاکل شوې ده چې دافغان حکومت او طالبانو ا ستازي د قطر، امريکا او سره صليب په شتون کې د بنديانو پر خوشې کولو نن بيا خبرې وکړې.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د وري په ٦مه، په ټويټر کې ليکلي چې چې د ويډيو کنفرانس له لارې دا ناسته نن غرمه ترسره کېږي.

هغه زياته کړې چې  دا ناسته دطالبانو او افغان دولت دتخنيکي ټيمونو له خوا د امريکا، قطر او نړيوال سره صليب په منځګړيتوب او حضور کې ترسره کېږي.

د شاهين په وينا، هڅه کېږي چې په دې ناسته کې د امريکا او طالبانو د توافق له مخې د دواړو خواوو د بنديانو خوشې کولو ته زمينه برابره شي.

بايد وويل شي، چې لومړۍ دا ډول ناسته دوه ورځې مخکې هم د ويډيو کنفرانس له لارې شوې وه.

دامريکا او طالبانو تړون

د يادونې ده، چې دامريکا او طالبانو ترمنځ ( په افغانستان کې دسولې راوستلو) تړون  د روان لمريز کال د کب په ١٠مه، په قطر کې لاسليک شو.

ددې تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابريږي، خو تر دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشې او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

خو ولسمشر اشرف غني تر تړون يوه ورځ وروسته په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې د بنديانو د خوشې کولو لپاره يې له امريکا سره کومه ژمنه نه ده کړې.

نوموړي د بنديانو خوشې کول مشروط ګڼلي او زياته کړې يې ده چې د دوامداره اوربند او سولې ته د طالبانو تر بشپړې ژمنتيا پورې دغه کار نه کوي.

login or register a new account.