Language

کندوز ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٩):د کندوز ولايتي شورا اندېښنه ښيي چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس لپاره ځانګړى شوى روغتون د کارکوونکو او روغتيايي تجهيزاتو له کمښت سره مخ دى.

د کندوز د ولايتي شورا غړو نن د دغه ولايت له هغه روغتون څخه ليدنه وکړه چې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړى شوى دى.

د يادې شورا غړي رباني رباني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز سپين زر روغتون د درمل او کارکوونکو له کمښت سره مخ دى.

دى وايي: ((موږ نن دلته راغلو ترڅو له دغه روغتون څخه ليدنه وکړو، دغه روغتون يې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره مشخص کړى، خو د درملو او پرسونل په برخو کې ستونزې لري.))

دغه راز د کندوز ولايتي شورا بل غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره په دغه ولايت کې د اړينو امکاناتو نشتون اندېښمنونکى دى.

دى زياتوي: ((نه دلته دوا شته، نه پرسونل شته  او نه هم داسې قوي تدابير نيول شوي دي.))

د ولايتي شورا يادو غړو له اړوندو ارګانونو په دغه ولايت کې له کرونا ويروس سره د مبارزې په موخه د جدي تدابيرو د نيولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د کندوز ښار اوسېدونکي نثار احمد پژواک ته وويل چې په چټکۍ سره د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د دغه ولايت اوسېدونکي سخت اندېښمن شوي دي.

هغه وايي:((له يوې خوا دغه مرض په سرعت سره خپريږي او له بل پلوه د درملنې لپاره يې اړين امکانات نشته دي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې   غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر په دغه ولايت کې له کرونا ويروس سره د مبازرې لپاره جدي تدابير ونيسي.

بل لورته د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان الله فضلي پژواک ته وويل چې په لږو امکاناتو سره يې اړين تدابير نيولي دي.

هغه وايي: ((که څه هم زموږ امکانات کم دي، خو د کرونا ناروغۍ د ناروغانو د درملنې لپاره مې يو روغتون مشخص کړى  او ځينې نور امکانات مې هم برابر کړي دي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.