کندوز ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٩):د کندوز ولايتي شورا اندېښنه ښيي چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس لپاره ځانګړى شوى روغتون د کارکوونکو او روغتيايي تجهيزاتو له کمښت سره مخ دى.
د کندوز د ولايتي شورا غړو نن د دغه ولايت له هغه روغتون څخه ليدنه وکړه چې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړى شوى دى.
د يادې شورا غړي رباني رباني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز سپين زر روغتون د درمل او کارکوونکو له کمښت سره مخ دى.
دى وايي: ((موږ نن دلته راغلو ترڅو له دغه روغتون څخه ليدنه وکړو، دغه روغتون يې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره مشخص کړى، خو د درملو او پرسونل په برخو کې ستونزې لري.))
دغه راز د کندوز ولايتي شورا بل غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره په دغه ولايت کې د اړينو امکاناتو نشتون اندېښمنونکى دى.
دى زياتوي: ((نه دلته دوا شته، نه پرسونل شته او نه هم داسې قوي تدابير نيول شوي دي.))
د ولايتي شورا يادو غړو له اړوندو ارګانونو په دغه ولايت کې له کرونا ويروس سره د مبارزې په موخه د جدي تدابيرو د نيولو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د کندوز ښار اوسېدونکي نثار احمد پژواک ته وويل چې په چټکۍ سره د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د دغه ولايت اوسېدونکي سخت اندېښمن شوي دي.
هغه وايي:((له يوې خوا دغه مرض په سرعت سره خپريږي او له بل پلوه د درملنې لپاره يې اړين امکانات نشته دي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر په دغه ولايت کې له کرونا ويروس سره د مبازرې لپاره جدي تدابير ونيسي.
بل لورته د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان الله فضلي پژواک ته وويل چې په لږو امکاناتو سره يې اړين تدابير نيولي دي.
هغه وايي: ((که څه هم زموږ امکانات کم دي، خو د کرونا ناروغۍ د ناروغانو د درملنې لپاره مې يو روغتون مشخص کړى او ځينې نور امکانات مې هم برابر کړي دي.))
فضلي زياتوي چې د امکاناتو د کموالي په اړه يې د عامې روغتيا وزارت له چارواکو سره خبرې کړي او د همکارۍ ډاډ يې ورکړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې په کندوز ولايت کې تر اوسه د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو دوه شکمنې پېښې ثبت شوي چې پايله به يې په راتلوونکو ٢٤ ساعتونو کې معلومه شي.
د يادونې ده چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ٨٠ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ٥٤ يې په هرات، اووه کابل، څلور په سمنګان، درې په لوګر، دوه-دوه په فراه زابل او بلخ کې او يوه -يوه هم په غور دايکنډي، کاپيسا، کندهار، غزني، نيمروز او بادغيس ولايتونو کې دي.
د کرونا ويروس چې څه دپاسه درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اووهان ښار څخه خپور شو، اوس د نړۍ شاوخوا ١٩٠ هېوادونو کې رسېدلى دى.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ شاوخوا ٤٢٢ زره کسان اخته شوي او شاوخوا ١٩ زره کسان مړه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ١١٠ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ څخه روغ شوي او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









