Language

خوست کې د اوړه يوې فابريکې په‌ فعاليت پيل وکړ

 

خوست ښار (پژواک، ۱۴وری ۹۹):  په خوست ولایت کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت داوړو یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

 

د‌ اوړه دغه فابريکه ددغه ولايت د يو تن پانګه وال له خوا د خوست د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند دوه سړکه ښارګوټي ته څېرمه د شاوخوا لس ميليونه افغانيو په‌ مالي لګښت په فعاليت پيل وکړ.

 

د چارواکو په وینا، دغه دغه فابريکه دا مهال ۱۶ ټنه او په راتلونکي کې به د ورځې څلوېښت ټنه د اوړو د توليد ظرفيت ولري.

 

د خوست والي محمدحليم فدايي ددغې فابريکې د پرانېستې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې اړتيا ته په کتو سره به دا فابريکه په دغه ولايت کې تر یوه  بریده د اوړو د کمښت ستونزه حل کړي.

 

نوموړي زیاته کړه، هڅه يې دا ده چې ټولو پانګه والو ته په دغه ولايت کې د کار او فعاليت زمينه برابره کړي، څو خلکو په کار موندنه او د اقتصاد په رشد کې اغېزمن رول ولوبوي.

 

دی وايي: ((زما د خوست له ټولو پانګه والو هغه که په داخل او بهر کې دي غوښتنه دا ده چې هغوی دې راشي او په خوست کې دې پانګونه وکړي او موږ به هغوی ته هر ډول شرايط اماده کړو.))

login or register a new account.