منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۹ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې د اوړه يوې فابريکې په‌ فعاليت پيل وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

 

خوست ښار (پژواک، ۱۴وری ۹۹):  په خوست ولایت کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت داوړو یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

 

د‌ اوړه دغه فابريکه ددغه ولايت د يو تن پانګه وال له خوا د خوست د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند دوه سړکه ښارګوټي ته څېرمه د شاوخوا لس ميليونه افغانيو په‌ مالي لګښت په فعاليت پيل وکړ.

 

د چارواکو په وینا، دغه دغه فابريکه دا مهال ۱۶ ټنه او په راتلونکي کې به د ورځې څلوېښت ټنه د اوړو د توليد ظرفيت ولري.

 

د خوست والي محمدحليم فدايي ددغې فابريکې د پرانېستې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې اړتيا ته په کتو سره به دا فابريکه په دغه ولايت کې تر یوه  بریده د اوړو د کمښت ستونزه حل کړي.

 

نوموړي زیاته کړه، هڅه يې دا ده چې ټولو پانګه والو ته په دغه ولايت کې د کار او فعاليت زمينه برابره کړي، څو خلکو په کار موندنه او د اقتصاد په رشد کې اغېزمن رول ولوبوي.

 

دی وايي: ((زما د خوست له ټولو پانګه والو هغه که په داخل او بهر کې دي غوښتنه دا ده چې هغوی دې راشي او په خوست کې دې پانګونه وکړي او موږ به هغوی ته هر ډول شرايط اماده کړو.))

 

د اوړوددغې فابريکې مسوول ډاکټر محمد عزيز محسن پژواک خبري اژانس ته بيا وويل هڅه به يې دا وي، چې په مناسبه بيه لوړ کيفيت لرونکي اوړه بازار ته وړاندې کړي.

 

نوموړي زياته کړه، نه يواځې دا چېدغه فابريکه کې لسګونه بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شوه، بلکې ترڅنګ به يې د خوست د کروندګرو غنم هم په ښه بيه رانيسي.

 

هغه په ورته وخت کې ددغه ولايت له نورو پانګه والو هم غوښتنه وکړه چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، څو خلکو ته د‌ کاري فرصتونو ترڅنګ نورې اسانتياوې هم برابرې شي.

 

محسن زياته کړه: ((موږ ټولو پانګه والو ته دا پيغام دی چې خپلې پيسې خپل ملک کې مصرف کړی او فابريکې جوړې کړی. لکه اوس موږ ګورو بازار کې څومره دوايانې له بهر راځي قيمت يې شل دېرش افغانۍ وي، خو خرڅوي يې په درې سوه افغانۍ او که دا موږ خپل ملک کې جوړې کړو، ګټه يې موږ ته رسيږي.))

 

ورته مهال د خوست د سوداګرۍ او صنايع خونې مشر نواب اميرزی وايي چې ددې فابريکې په فعاليت سره به ددغه ولايت کروندګر وکولی شي، چې د خپلو غنمو له حاصلاتو ډېر عايد لاسته راوړي.

 

د هغه په وينا، هغه اوړه چې دا فابريکه يې توليديږي له بازار نه به په ټيټ قيمت ارزه کيږي، چې دا د اقتصاد په برخه کې د خوست د خلکو لپاره اغېزمن ګام دی.

 

هغه وايي: ((د اقتصادي پرمختګ اساسي تعريف دا دی چې خپلو خلکو ته کار پيدا کړې او په خپلو توليداتو باندې اتکا وکړې. زه فکر کوم دا د خوست لپاره يو ستر ګام دی، چې په دوولسو ساعتونو ۱۶ ټنه او په راتلونکي کې به دا ډېر لوړ شي.))

 

نواب اميرزي خپلو خبرو کې له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه، هر څومره ژر چې وي د صنعتي پارک د فعالولو لپاره هڅې ګړندۍ وساتي، څو دا ډول فابريکو ته پراختيا ورکړل شي او ډېرو خلکو ته کاري فرصتونه پيدا شي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد