Language

پلخمري کې د ملي امنيت پر کارکوونکو چاودنه وشوه

پلخمري (پژواک، ١٤ ورى ٩٩): د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د ملي امنيت پر کارکوونکو د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې دوه تنه ټپيان شوي دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت د وري ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يولس بجې د پلخمري ښار د قهوه خانې په سيمه کې د ملي امنيت پر کارکوونکو د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دغه چاودنه کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

دغه راز د پېښې ځاى ته څېرمه د پراختيايي پروژې يو تن کار کوونکي فرهاد پژواک ته وويل: ((له سمنټو ډکه لاسي کراچۍ مې غوښتل له سړکه بلخوا تېره کړم چې یوه سره لمبه شوه، ورسره د چاودنې غږ هم شو ځای پرځای کیناستم.))

دى هم وايي چې چاودنه د ملي امنيت پر رنجر موټر شوې چې دوه تنه په کې ټپيان شوي دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.