ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د سیاسي مشرانو په غوښتنه نوې ګومارنې وځنډولې

ولسمشر د سیاسي مشرانو په غوښتنه نوې ګومارنې وځنډولې

author avatar
5 Apr 2020 - 18:28
ولسمشر د سیاسي مشرانو په غوښتنه نوې ګومارنې وځنډولې
author avatar
5 Apr 2020 - 18:28

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۹) ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د سیاسي مشرانو په غوښتنه یې د کابینې د نویو غړو ګومارنه تر پنځو ورځو وځنډوله.

د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې ولسمشر دغه پریکړه د دې لپاره کړې څو د سیاسي خبرو لپاره فرصت رامنځته شي.

دا پریکړه وروسته له هغې شوې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي،‍ سیاسي مشرانو عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي د نن یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ولسمشر محمد اشرف غني څخه د حکومتي چارواکو د ګمارنې د ځنډولو غوښتنه وکړه.

وحید عمر وايي:"د هېواد د سیاسي مشرانو په غوښتنه، د افغانستان جمهور رییس هدایت ورکړ چې د کابینې د نویو غړو ګومارنه تر پنځو ورځو ودرېږي، څو د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ‌‌‌‌‌‌ډېر فرصت رامنځته شي."

یادومخکښو سیاسي مشرانو له څو ورځو راهیسې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅې روانې کړې او استاد سیاف پرون لیکلي وو، چې دوی په خبرو کې پرمختګ کړی دي.

د حامد کرزي له دفتر څخه د وري په ۱۷مه، پژواک اژانس ته په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې یادو سیاسي مشرانو ویلي چې د هېواد اوسني وضیعت ته په کتو، جوړجاړي او ښې همکارۍ ته د رسېدو لپاره هراړخیزې هڅې روانې دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي: "یوې ښې پایلې او د دغو هڅو پای ته رسېدو لپاره، وړاندیز کوو چې محمد اشرف غني دې د یوه وخت لپاره د حکومتي چارو له ګومارنو تېر شي او عبدالله عبدالله دې هم د جوړجاړي لپاره خپله ضرب العجل وځنډوي."

په یاده خبرپاڼه کې د هېواد دغو سیاسي څېرو هيله ښودلې چې د سولې خبرې به ژر پیل او وروستۍ پایلې ته به ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سلواغې په ۲۹مه محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ؛ هغه د تلې په ۷مه د ولسمشر په توګه لوړه وکړه خو دغه پایلې د ټاکنو بل مخکښ نوماند عبدالله عبدالله ونه منلې او ده هم خپل ځان د ټول شموله دولت ولسمشر اعلان کړ.

د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د دغو اختلافاتو لرې کولو لپاره د امریکې بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سربیره پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، محمد یونس قانوني او استاد محمد کریم خلیلي هڅې روانې کړې دي.

استاد سیاف تېره ورځ پر خپلې فسبوک پاڼې لیکلي و چې دوی له عبدالله عبدالله سره لیدلي او د جوړجاړي لپاره یې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ولسمشر غني په وروستي وار د وري په ۱۵مه د ولسي جرګې له غړو سره یوه لیدنه کې وویل، که عبدالله د سولې پروسې مدیریت وکړي نو هغه ته د مرستیال پروتکل ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.